په زور او جګړې کابل نه نيسو؛ د طالبانو ډاډ 

نن له غرمې مخکې د کابل ښار په ځينو سيمو کې د ډزو غوږنه اورېدل شوي دي، چې د کابل ښاريانو په منځ کې يې ويرې او اندېښنې پيدا کړې وې. ويل کيږي چې يادې ډزې د يو شمېر سوداګريزو او خصوصي بانکونو ساتونکو پر هغه کسانو کړې وې چې د خپلو پيسو د را اېستلو په پار د بانکونو مخ ته ګڼه - ګوڼه او بې نظمي جوړه کړې وه. 

کابل کې د نن سهار وضعيت په د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبرپانه نشر چې په کې ويل شوي وو چې اسلامي امارت اراده نه لري چې د زور او جګړې له لارې کابل ښار ونېسي؛ بلکې له مقابل لوري سره خبرې روانې دي، چې په سوله  ييز دول واک وسپاري او تر هغې وخت به د کابل امنيت د حکومت پر غاړه وي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د کابل امنيت په اړه ښاريانو ته ډاډ ورکړی دی او ويل شوي دي چې د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ د کابل امنيت ساتل کيږي او خلک بايد اندېښمن نه شي.