له سياسي مشرانو سره د ولسمشر د ناستې او افغانستان کې د اوربند په اړه د رويترز راپور 

رويټرز لوېدېځۍ رسنۍ د قطر  بهرنيو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير  محمد بن عبدالرحمن آل ثاني دوحه کې له طالب مشرانو سره په لېدنه کې له دوی غوښتنه کړې ده چې افغانستان کې اوربند وکړي او تهاجمي بريدونه پای ته ورسوي. 

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره په لېدنه کې غوښتي چې د سولې خبرو په پار بايد افغانستان کې بېړنی اوربند وشي او جګړه ودرول شي. 

له بلې خوا رويټرز ليکلي دي چې نن ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ولسمشر ماڼۍ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د سياسي او پخوانيو جهادي څېرو ناسته شوې او هوکړه پر دې شوې، چې ژر به يو باصلاحيته پلاوی وټاکل شي چې طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.  

ولسمشر ماڼۍ هم د دغه خبر پخلی کړی او د ارګ په خبرپاڼه کې ليکل شوي دي، "د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ له سیاسي او جهادي مشرانو سره مشورتي غونډه نن په ارګ کې ترسره شوه. 
په دې ناسته کې مخکېني ولسمشر جلالتماب حامد کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، سیاسي او جهادي شخصیت محمد یونس قانوني، جهادي مشر محمدکریم خلیلي، د افغانستان د ملي جنبش ګوند مرکزي شورا رئیس باتور دوستم، د سولې په چارو کې د جمهور رئیس سترسلاکار عبدالسلام رحیمي، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د چارو ادارې عمومي رئيس فضل محمود فضلي، په سیاسي چارو کې د جمهوررئيس ځانګړي استازي محمد اکرم خپلواک او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالمتین بیک ګډون درلود. 
په دې غونډه کې د جمهور رئیس د هغه دریځ ملاتړ وشو چې په هیواد کې دې د تاوتریخوالي او لا نورې بې ثباتۍ او د افغانانو د بېځایه کېدو مخه ونیول شي. همداراز پرېکړه وشوه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له اړخه دې یو باصلاحیته پلاوی ژر تر ژره وټاکل شي او د مذاکراتو لپاره دې چمتو شي."

د اوربند او طالبانو سره د سولې پلاوي د ټاکنې خبرې داسې مهال کيږي، چې طالبانو د هرات او کندهار دوه سترو ولايتونو په شمول تر اوسه ۲۱ ولايتونه په خپلې والکې کې اخېستې دي.