ناټو : د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي

کابل
ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ننګرهار وﻻيت د حصارک په سيمه کې د جمعې په ورځ د دوی لخوا بمباري شوې وه، خو دوی هغه مهال په دې باوري نه وو، چې د طالبانو قوماندان ملا انور وژل شوی.
ياده سرچينه زياتوي، چې تيره ورځ د لوګر وﻻيت په پل علم ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو بل اوپراتيفي قوماندان عبدالباري، چې طالبانو ته يې د وسلواو مهماتو په ترﻻسه کولو کې مرسته کوله، هم وژلی دی.