عمران خان: پښتون د افغانستان اکثريت قوم نه دی

د پاکستان لومړي وزير عمران خان له جيو نيوز پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي چې افغانستان کې هېڅ قوم اکثريت نه دی او هلته د ګڼ ييز قومي جوړښت پر بنسټ يو مرکزي حکومت پايله نه شي ورکولی. 

د عمران خان په وينا چې په افغانستان کې پښتون د ۴۵ سلنه شااوخوا دی، چې بيا له هغې وروسته تاجک، ورپسې هزاره او ازبکان دي. هلته که چېرې يو قوم غواړي پر نورو ځان واکمن کړي نو پايله به  يې منفي وي او افغانستان به د کورنۍ جګړې پر خوا يوسي. 

نوموړي د طالبانو د حکومت په اړه هم ويلي دي چې افغانستان کې بايد قومي حکومت جوړ شي چې ټول - شموله وي؛ که چېرې يوه قومي ډله حکومت په انحصاري ډول په لاس کې واخلي نو په افغانستان کې ثبات منځ ته نه شي راتللی او له امله به يې پاکستان هم ناامنه وي. 

د پاکستان لومړي وزير په يادې مرکې کې د افغان حکومت له خوا د افغانستان په ناامنۍ او بې ثباتۍ کې د پاکستان اغېز رد کړی دی او په وينا چې افغان حکومت په دې برخه کې ادعاوې کوي. 

عمران خان له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه يو شمېر څرګندونې  کړې وې چې د افغانانو غبرګونونه يې راپورته کړې وو؛ عمران خان له دې وړاندې د طالبانو له خولې ويلي وو چې تر هغې چې ولسمشر غني استعفا نه وي ورکړي، تر هغې  طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي. 

د پاکستان لومړی وزير عمران خان په خپله هم په خټه پښتون دی، خو په خيبر پښتونخوا کې پښتانه او دلته افغان حکومت د نوموړي د واکمنۍ په دوره کې له ډېرو ستونزو سره مخ او ځپل شوي دي.