رسنۍ د طالبانو واک لاندې سیمو په اړه ولې چوپې دي؟

له تېرو دوو اوونیو راهیسې تر ۲۱ ولایتونه د طالبانو لاس ته لویدلي او له ځینو د جګړې یوازې راپورونه خپریږي خو رسنۍ -څنګه چې د خلکو او نظام ترمنځ د پله حیثیت لري- د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو ژوند، ستونزو او د طالبانو د چلند په اړه چوپه خوله دي خو په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې تبصرې خپریږي چې د ځینو ولایتونو خلک د تېرو شلو کلونو په پرتله په لومړي ځل ارامې شپې او ورځې تېروي.

رسنۍ په خلکو پورې اړه لري او مسوولیت لري چې د دوی غږ پورته کولو لپاره کار وکړي ځکه د خبریالانو او رسنیو د بې طرفي اصل هم له همدې امله ډير مطرح دی خو د حقیقتونو پټولو لپاره د رسنیو سیستماتیکې هڅې لکه په تېرو وختونو کې چې لیدل شوي نه یوازې د افسوس وړ دي بلکې د روانې جګړې عمده لامل ورته ویل کېدای شي خو اوس هم لا وخته ده چې خپلواکې رسنۍ خپل پوښښ ته پام وکړي.

رسنیزې چارې په ځانګړې ډول خبر رسونه په اصل کې د هېڅ لوري په واک کې باید نه وي خو د اړخونو په پام کې نیولو له امله رسنیو ته د ګواښونو ډېره ویره د اندېښنې وړ ده چې اوس دغه اندېښنه د افغانستان له ژورنالېستانو سره مله شوې ده.

بل خوا د بیان ازادي، رسنیو او خپلواکو خبریالانو شتون او فعالیت د تېرو شلو کلونو له مهمو لاسته راوړنو یاديږي چې د حکومت سربیره نړیواله ټولنه هم پرې ویاړي مګر دا لاسته راوړنه نه یوازې دا چې په ډير معقول ډول وساتل شي، بلکې په داسې ډول باید رشت ورکړل شي چې هېڅوک یې د خاموش کولو لپاره هڅه ونه کړي.

خو که کومې رسنۍ له موجوده وضیعته ځان نا خبره ښيي، نو له مسوولیته د تښتې په مانا ده یا دا چې په تېرو وختونو کې د دوی بې طرفي تر پوښتنې لاندې ده ځکه ولې اوس چې طالبانو تر شلو پورې ولایتونه نیولي، ایا په دغو ولایتونو کې ستونزې نشته، خلک شکایتونه نه لري او بله مهمه مسئله دا چې له خلکو سره د طالبانو چلند څنګه دی؟ 

دا هغه موضوعات دي چې رسنۍ ترې باید روزمره پوښښ ولري. زه څو بیلګو ته اشاره کوم: تېره شپه په لومړي وار خلکو ۲۴ ساعته مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی درلود او هلمندیان وايي چې دوی د پرون شپې غوندې کراره شپه نه وه لیدلي نو ولې ایا دا سوژې د خلکو په ژوند پورې نه دې تړلې او که رسنیو ته خبري ارزښت نه لري.

بله مسئله دا ده چې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو مشرانو خلکو ته بیرته د کارونو او سوداګرۍ پیلولو په اړه ډاد ورکړی، ایا دا په دې نه ارزي چې وڅارل شوي ترڅو معلومه شي چې په رښتیا خلک ډاډمن شوي او که هسې تبلیغ دی. که ډاډمن وي خو ښه تر ښه کنه د طالبانو نور تبلیغ مخه به ونیول شي او په دغو ټولو مسایلو کې حکومت هم مسوول دی چې خلکو ته باید ځواب ووایئ. 

دغه راز له یوې میاشتې راهیسې په ځینو بندرونو او ګمرکونو طالبانو ولکه کړې، هلته ملي عواید څنګه کېږي، څوک یې اخلي او بیرته څه ډول مصرفیږي. دا ټول هغه مسایل دي چې رسنۍ یې پر پوښښ مسوولې دي.

که خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د طالبانو له لوري ویره احساسیږي، په دې اړه هم د طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد خپل وضاحت ورکړی او ان خبریالانو ته ځانګړي لیکونه ورکړل شوي چې خپل کار په خپله او پرته له ویرې ترسره کړي.

خو خبره برعکس ښکاري ځکه له یوې خوا د رسنیو سقوط ته په داسې ډول لمنه وهل چې ګواکې د طالبانو له لوري تهدیدات دي یا کومه بله مسئله ده، اصلا دا معقوله او منطقي نه ده چې خپلې تېرې لاسته راوړنو له خاورو سره خاورې شي او هېواد کې د رښتیني ژورنالېزم ټغر ټول شي. ژورنالېزم د هغو ارزښتونو مسلک دی چې د دین ساتلو او ترویج سربیره د ملي ګټو تأمین، فساد مخنیوي او د ځینو اصلاحاتو وړاندیزولو په موخه د راپورنو ورکولو وجیبه ادا کوي.