د انټرنېټ د لومړي، دويم، درېيم، څلورم او پنځم نسلونو يانې (1G, 2G, 3G, 4G او 5G) ترمنځ لنډ او اساسي توپيرونه

د کمپوټر سايسن پوهه په ۱۹۵۰ کال کې منځ ته راغله او يوه لسيزه وروسته، د انټرنېټ مفهوم رامنځ ته شو. هغه وخت له انټرنېټ مطلب د يو څو کمپيوټرونو په خپل منځ کې تړل وو.  وینتون ګري سرف امريکایی پوهه ده چې د انټرنېټ پلار يا لومړی مخترع شمېرل کيږي. 


د انټرنېټ له منځ ته راتګ څخه بيا تر نن ورځې نېدې ۶۰ کاله تيريږي او دې برخه کې د پام وړ او پيچلي پرمختګونه شوي دي. دلته د انټرنېټ د پنځو نسلونو په اړه درته لنډ مالومات او ترمنځ يې توپير په ګوته کوو. 


۱- لومړی نسل يا 1G: د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال کې رامنځ ته شو.  لومړی نسل يا 1G کې سرعت دوه kb پر ثانيه وو او فرېکونسي يې 30KHz وه. 


۲- دويم نسل يا 2G: د انټرنېټ لومړی نسل په ۱۹۸۰ کال کې پای ته ورسېد او پرځای يې دويم نسل يا 2G راغی. په دويم نسل کې سرعت 64kb پر ثانيه وو او فرېکونسي يې 1.8KHz وو. 


۳- درېيم نسل يا 3G: د انټرنېټ دغه نسل په ۱۹۹۰ زکال کې منځ ته راغی چې پر يوې ثانيې يې سرعت دوه اِم بي وو. د دغه نسل فرېکونسي يې  2Khz وه. 


۴- څلورم نسل يا 4G: په ۲۰۱۰ز کال کې د انټرنېټ څلورم نسل رامنځ ته شو چې سرعت يې پر يوې ثانيې ۲۰۰۰ اًم بي. د انټرنېټ څلورم نسل تر اوسه هم د نړۍ په ډېری هېوادونو کې استفاده کيږي. 


۵- پنځم نسل يا 5G: اوس نړۍ په دې هڅه کې ده چې د انټرنېټ پنځم نسل رامخې ته کړي. ۲۰۱۵ کال راهيسې د 5G کارونه پيل شوې ده. د 5G سرعت پر يوې ثانيې له يو جي بي هم زيات دی.