حکومت د تسلیمي په درشل کې خو بیړنی حالت نه اعلانیږي

طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې لس ولایتونه په پرلپسې ډول نیولي. ځینې ولایتونه ان له جګړې پرته د تسلیمېدو په حال کې دي او په شاوخوا دوه سوو ولسوالو بشپړه ولکه لري. زرګونه کورنۍ د کابل په ګډون د ولایتونو ښارونو ته کډوال شوي. دوی بې سرپناه دي او خوړو پسې یې کرۍ ورځې سترګې اوړي چې څوک ورسره مرسته وکړي خو چاره یې نه کېږي. 

په سقوط شویو ولایتونو کې د جګړو له امله د اوښتو زیانونو حساب بې کچې دی. دولتي ودانۍ ړنګې شوې. ښارونه وسوځېدل او سوداګرو ته ورځ تر بلې په میلیونونو افغانۍ تاوان رسیږي. 

دغه راز، د هېواد په بندرونو او ګمرکونو د طالبان سلطې له امله د حکومت میلیاردونه افغانۍ عواید کم شوي چې دغه وضیعت د ټولو خلکو په ژوند مستقیما اغیز کړی دی. 
د اندېښنو اوج دی، خلک د خپل ژوند خوندیتوب په پلمه لکه د نویمې لسیزې په څېر د کډوالۍ فکر اخیستي او لارې چارې لټوي خو حکومت لا هم په پوځي نمایش او غولوونکو مطبوعاتي خبرو ولسونه تېرباسي او د مقاومت دروغن تبلیغ ته پکی وهي.

اساسي قانون چې د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو یادیږي، حکومت پرې چوپه خوله دی. اوسني وضیعت ته په کتو د دغه قانون ۱۴۳ مه ماده صراحت لري چې که د جګړې له امله خپلواکي او ملي ژوند ناشونی ګرځي نو د بیړني حالت اعلان ضرورت دی.

خو بیا هم حکومت له هماغو تکراري څېرو سره د مقاومت په نوم د نویو لیکو په جوړلو بوخت دی چې نه یوازې د وضیعت بدلون سبب ګرځېدلی شي بلکې د تیرو څو لسیزو حالاتو ته په کتو خلک له دغو تکراري څېرو نا راضه او ستړي دي خو یو وار بیا پرې په زور د تپلو له امله ښکاره ده چې طالبانو په جراات ولایتونه ونیول.

که بیړنۍ حالت نه اعلانیږي نو په دې مانا ده چې حکومت د خپلې تسلیمي پنډکي تړي خو اندېښنه دا ده چې د عامه ځایونو او بنسټونو وېجاړېدو او د خلکو زورېدو په بیه باید تمام نه شي.

د یو شمېر سیاسي احزبو مشرانو لکه د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي مشرانو صلاح الدین رباني او ګلبدین حکمتیار خاموشي ویرونکې ده او په پنجشیر کې د نامسووله وسله وال حمید خرساني وروستي تحریک چې د طالبان په ملاتړ یې د محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، دا د هغه نوي جریان رامخته کېدل دي چې حکومت لپاره یې مدیریت ستونزمن دي.

بل خوا د کابل په منځ کې د مطبوعاتي کنفرانسونه له لارې د هغو سیاسیون چې په تېر کې له حکومته خړوبېدل خو په اوسني وضیعت کې د حکومت د ماتې غږ پورته کوي او داسې ښيي چې دوی د طالبانو راتګ ته لاس په نامه دي نو له دې ښکاري چې حکومت لاسونه تړل کېږي او رسنۍ یې په راتلونکې ۹۰ ورځو کې د تسلیمي راپورنه خپروي. 

خو د وضیعت مدیریت لپاره د پوځي ځواکونو په ګډون د حکومتي دستګاه تر یوې رهبرۍ لاندې راوستلو لپاره د بیړني حالات اعلان باید لومړیتوب ولري ترڅو رسنۍ او دولتي چارې محدودې شي او مستقیما له نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ د چارو سمولو او امنیتي وضعیتې بدلولو لپاره عملیات یا هم مخامخ خبرې اترې د سیمې ثبات تضمینوي.