پاکستانۍ رسنۍ هم افغان حکومت ته (کابل اداره) وايي

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په دې شل کلنې جګړې دوی يو بل په رسميت نه پېژني. حکومت طالبانو ته طالب وسله وال، طالبان او يا هم ځيني سياسي څېرې د طالبانو تحريک نوم اخلي؛ له بلې خوا طالبان هم افغان حکومت (د افغانستان اسلامي جمهوريت) ته د کابل اداره وايي. 

افغان حکومت د اکثريت خاورې د حاکميت او کنټرول وايي او بيا طالبان هم دا ادعا کوي، چې له پنځوس سلنه پرې ډېرې افغان خاورې والکه لري. د هېواد ځينې سيمې او خاوره د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړې ساحي دي چې دواړه خواوې پرې نفوذ لري؛ وړاندې  او شاته تګ په کې موجود وي. 

د جګړې په درشل کې اوس هم افغان حکومت پراخې نړيوالې اړيکې لري، د نړۍ په هېوادونو کې د افغانستان سفارت خونې او کابل کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو سفارتونه شتون لري. 

حکومت او طالبان نه يوازې چې يو بل په رسميت نه پېژني، بلکې په رسنيز ډګر کې د يو او بل پر وړاندې نورې کلمې او اصطلاحات هم کاروي؛ په کومو کې چې ډېرۍ رسنۍ او د نړۍ هېوادونه ځانونه بې طرفه نيسي. 

په دې وروستيو کې چې جګړې زور اخېستی دی، ځينې نړيوالې رسنۍ هم د افغانستان د وضعيت په اړه ځانګړي راپورونه لري. د جيو نيوز په نوم يوه پاکستانۍ رسنۍ هم هره ورځ د افغانستان د جګړې په اړه راپورونه خپاروي.  د دغه رسنۍ په ځينو راپورونو کې د افغان حکومت او يا د افغانستان د اسلامي جمهوريت په پر ځای د کابل حکومت کلمه ليکل کيږي، هغه کلمه چې طالبان يې هم افغان حکومت ته کاروي. 

دغه پاکستان رسنۍ تېره ورځ د اګست پر يوولسمه (The Taliban – deadlier and more destructive than ever) تر سرليک لاندې راپور خپور کړی او د افغانستان حکومت پر ځاي يې ليکلي دي، (The Taliban have proved to be a formidable foe to the Kabul government.)

د پاکستانيو رسنيو پر دې ډولو ليکنو او اصطلاحاتو نيوکې دا دی چې دوی د افغانستان په چارو کې د خپلو مليی ګتو په پار لاس وهنې کوي. د طالبانو او افغان حکومت جګړه په لويه کې د افغانستان کورنۍ مسله ده او ځيني وخت پاکستاني چارواکي په څرګنده هم په دې اعتراف کوي، خو د پردې تر شا پاکستان هم د طالبانو او هم د افغان حکومت پر وړاندې نا - رېښتنی سياسي رول لوبوي. 

د پاکستان په دې ډول کړنو سره افغانان اړ شول چې له تېرو څو ورځو راهيسې پر ټولنيزو رسنيو؛ فېسبوک او ټوېټر د #sanctionPakistan په نوم کمپاين پيل کړي او نړيوالې ټولنې يې غوښتي دي چې د پاکستان د مداخلې سياست له امله دې پر پاکستان بنديزونه ولګوي.