هلمند: وسله والو بريدکوونکو دوه ماشومان ووژل

د هلمند وﻻيت د نهرالسراج په سيمه کې ، د اوونۍ دوديزې شورا ته خلک راغونډ شوي وو، چې وسله وال بريد ورباندې وشو.
د ايساف د سرچينو د رېپوټ له مخې ، په لومړي سر کې يو ماشوم ووژل شو او پنځه ټپيان شول. وروسته د ناټو چورلکې سيمې ته راورسيدې تر څو ماشومان روغتون ته انتقال کړي، خو د الوتنې په وخت کې هم  پر چورلکې ډزې وشوې. نوموړې سرچينه وايي، چې بل ماشوم په ﻻره کې د سختو ټپونو له امله ومړ.