دوستم: بخت يې بيدار وو؛ جوزجان يې ځکه ونېولو چې زه له هېواد بهر وم

د ولسمشر مشر پخواني لومړي مرستيال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم نن ورځ مزار شريف ښار کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې شمالي ولايتونه به د طالبانو له شتون پاک کړي او هغه چلند يې چې په تېر کې له طالبانو سره کړی وو، بيا به يې پر تکرار کړي. 

عبدالرشيد دوستم وايي چې د ولسي خلکو په مرسته به د طالبانو پر وړاندې جګړه او پاڅون کيږي او دا ځل به طالبان دا وړتيا هم ونه لري چې له شمالي ولايتونو جوړ ووځي. دوستم ويلي چې طالبانو څو ځلې په تېر کې هم د هېواد پر شمالي ولايتونو بريدونه کړي وو، چې په دام کې ګېر او له منځه يوړل شول. 

د جنبش ګوند مشر ويلي دي، چې طالبانو دا ځل بايد له تېر وخت څخه عبرت اخېستی وای او پر شمالي ولايتونو يې بريدونه نه وای کړي، دا چې اوس يې ځيني شمالي ولايتونه نېولي دي نو دوی يې پر وړاندې دريږي او بېرته به يې ترې ونېسي. 

له عبدالرشيد دوستم پوښتنه شوې چې طالبان په دې وتوانېدل چې د ده (عبدالرشيد دوستم) د زوکړې ولايت (جورجان) هم ونېسي؛ نوموړي يې په ځواب کې ويلي دي چې دی له هېواده بهر وو او که چېرې دی د هېواد دننه وای نو بيا طالبانو نه شول کولی چې جوزجان يې نېولی وای. دوستم ويلي دي چې هغه مهال چې طالبانو پر جوزجان بريد وکړ دی د ځينو چارو په پار له هېواد بهر تللی وو. 

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د شمالي ولايتونو د امنيتي وضعيت په پار نن سهار د يو لوړپوړي دولتي پلاوي په سر کې بلخ ولايت ته لاړ. ولسمشر محمد اشرف غني په مزار شريف ښار کې له جنرال عطا محمد نور، جهادي قومندان جمعه خان همدرد، عبدالرشيد دوستم، محمد محقق او يو شمېر نورو سياسي او جهادي څېرو سره کتلي دي. 

طالبانو اوس مهال فراه، جوزجان، کندز او د يو شمېر نورو ولايتونو مرکزونه نېولې دي. افغان حکومت هم وايي چې له طالبانو د ځينو ولايتونو او ولسواليو د بېرته نېونې پوځي عمليات يې په لار اچولې دي. 

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په کندهار، هرات، کاپيسا، هلمند، غزني، بلخ او ځينو نورو ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخېستی دی.