الجزيره: د افغانستان ماليې وزير له هېواد لاړ خو مالومه نه ده چې چېرته؟ 

الجزيرې انګلېسي څانګې په خپل يو تازه راپور کې ليکلي دي چې وروسته له هغې چې طالبانو د  افغانستان يو شمېر ګمرکي بندرونه  ونېول، د افغانستان د ماليې چارسمبال خالد پاينده له دندې ځان ګوښه او له هېواد وتلی دی. 

الجزيرې د افغانستان د ماليې وزارت د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي چې خالد پاينده له دندې استعفا ورکړې ده خو مالومه نه ده چې له افغانستان چېرته تللی دی. د ماليې پخواني چارسمبال وزير خالد پاينده هم پر ټوېټر ليکلي دي چې له دندې يې ځان ګوښه کړی خو او دا يې نه دي ويلي چې چېرته تللی دی. 

نوموړی څه وخت وړاندې وروسته له هغې چې ولسمشر ماليې پخوانی وزير ارغنديوال له دندې ګوښه کړ، د ماليې وزارت چارې يې ورته وسپارلې او سرپرست وزير يې وټاکلو. 

افغانستان کې د جګړې په شدت سره طالبانو د سپين بولدک په شمول ځيني سوداګريز بندرونه ونېول چې له امله يې د هېواد په ملي عوايدو منفي اغېز شوی دی. 

له بلې خوا د طالبانو له خوا د بندرونو نېول سبب شوي دي، چې هېواد کې د خوراکي او نورو لومړينو توکو بيې هم لوړې شي. افغانستان ته ډېری خوراکي، د پوښاک او نور لومړني توکي له پاکستان او ايران څخه راځي.