PowerPoint پروګرام کې د يو غوره (پرېزېنټَشن - Presentation) درې اساسي اصول

د ميکروسافټ کمپنۍ PowerPoint پروګرام په علمي ډګرونو کې ډېر د کار وړ دی. دغه پروګرام کې پرېزېنټَشن - presentation جوړیږي او وړاندې کيږي، چې په پوهنتونونو، ښوونځيو، علمي ناستو، مناظرو او ډېرۍ نورو رسمي راټولېدنو کې مالومات په کم وخت، ښه ډول او روڼتيا سره تر لېدونکو رسيږي. لاندې د یو ډېر ښه پرېزېنټَشن - presentation لپاره درې اساسي اصول درته ښييو. 


۱-  5/5/5 اصل په پام کې ونېسئ: 
که چېرې د PowerPoint پروګرام په يو سلايډ کې د ورډ پروګرام په څېر اوږده او ډېر لېکل وکړئ، نو په لوی لاس مو د خپل پرېزېنټَشن - presentation اغېز له لاسه ورکړی. که څه هم تاسې به ډېر اړين، په زړه پوري او مهم مالومات راخېستي وي، خو د اوږدوالي او ګڼوالي له امله يې ښايست او په زړه پوريوالی له منځه ځي. سپارښتنه دا ده چې د 5/5/5 اصل پلی کړئ. د 5/5/5 اصل څخه موخه دا ده چې: پرې یوې پاڼې له پنځو ډېر سلايډونه مه اچوئ، هر سلاېډ کې پنځه  پنځه کرښې ولېکئ او په هره کرښه کې پنځه کلمې. 


۲- دېره پارېدنه يا animations مه کاروئ: 
د PowerPoint پروګرام په پرېزېنټَشن - presentation کې تاسې کولی شئ چې لېکنې ته حرکت ورکړئ، خو دا ځانګړنه بايد ټاکلې استعمال کړئ. که چېرې پرېزېنټَشن - presentation کې مو هر سلايډ او پراګراف/جملې ته effect يا animation ورکړئ نو خوند يې له منځه ځي او تکراري ښکاري. 


۳- خپل ګډونوال په پام کې ونېسئ: 
دا پوښتنه بايد در سره حل وي چې څوګ ستاسې پرېزېنټَشن - presentation ګوري. د خپلو اورېدونکو په پام کې نېول سره پرېزېنټَشن - presentation کې انځورنه، بڼې، رنګونه او نور شکلونه ځای پر ځای کړئ. که چېرې ماشومانو ته يې وړاندې کوئ نو د کارتون په ژبه د مالوماتو وړاندې کول اغېزمن دي، خو که چېرې په یوې علمي ناسته کې پرېزېنټَشن - presentation وړاندې کوئ، نو کارتون په کې ښه نه راځي.