د ژورنالېزم ترمېنالوژي (درېيمه برخه)

٢٩-مله (ضميمه) Extra : کله چې کومه نا معمولي پېښه وشي او ورته د يوې ځانګړې پاڼې د جلا کولو اړتيا وي ورځپاڼې د خپلې آرې بڼې ترڅنګ  يوه مله پاڼه (ضميمه) هم خپروي چې د دې پاڼې درېيم مخ يا  Blank وي.
 
٣٠- ارزښتناک(مهم) خبر (Exclusive): هغه مهم خبر ته ويل کېږي چې يوازې يوې ورځپاڼې خپور کړى وي او بل چا نه وي خپور کړى،يا هغه خبر،چې يو تن ته يې معلومات وي.
 
٣١-فليش نيوز (Flesh  News): هغه مهم خبر ته ويل کيږي چې ډېر وروسته تر لاسه شي.د بېلګې په ډول:نړۍ اونيزه چاپ ته چمتو او کاپي يې تياره وي په دغه وخت کې چې کوم مهم خبر تر لاسه او په اخبار کې ورته تش ځاى پيدا کړي،په لنډ ډول يې خپور کړي (Flesh  News) بلل کېږي.
 
٣٢-څارونکى (تعقيبي)خبرFollow-up: هغه خبر چې د ورځپاڼې تېره ګڼه کې خپور شوى وي،خو وروستي دقيق معلومات او جزيات يې وروسته نوي ترلاسه کړاى شي په نوې ګڼه کې يې خپور کړي. Follow-up  بلل کېږي.
 
٣٣-متبادل (Stand by): هغه مواد چې وار د مخه د ورځپاڼې په اداره کې موجود وي او د چاپ اړتيا يې وليدل شي.متبادل يا  Standby   ورته ويل کېږي.
 
٣٤-غبرګون Feed Back): کله چې کوم خبر،مقاله يا سرليکنه خپره شي او لوستونکي پرې غبرګون وښيى فېډبک يا رد عمل ورته ويل کېږي.
 
٣٥-د اطلاعاتو او کولتور رياست Department (Press
Information): پريس انفارمېشن ديپارتمنت هغه دولتي اطلاعاتي اداره ده چې په ولاياتو کې هم خپل دفترونه،او څانګې لري،له دغې ادارې موږد وزيرانو،ملي ادارو،واليانو او ولسمشر اړوندو ادارو خبرونه تر لاسه کوو خو له بده مرغه چې زموږ هېواد کې لا تر اوسه د کولتور ريس لکه د نورو هېوادونو په څېر دولتي وياند نه بلل کېږي.
 
٣٦-DGPR  :Directorate General Of Public Relations.   ډايرکټر جنرل آف پبلک ريلېشنز چې په افغانستان کې پبلک ريشلنر آفسر هم ورته وايي او دلته معمولا د ملګرو ملتونو په ځينو ادارو او P.R.T ګانو کې په دندو بوخت وي، اصلا د سيمه ييز حکومتونو په چوکاټ کې يوه اداره ده چې د حکومتي بوختياوو او فعاليتونو خبرونه چمتو کوي، د دې ترڅنګ د مهمو دولتي غونډو او پروګرامونو تفصيلات راغونډوي او ژونالستان ترې خبروي،دغه اداره له حکومتي چارو څخه دوګړو د خبرولو لپاره جوړه شوې وي.
 
٣٧-اډانه/خاکهLay  out):
د ورځپاڼې له جوړولو وړاندې چې کومه نقشه او ډيزاين د دې لپاره جوړ شوى چې ليکنه ،خبر،انځور...به په کوم ځاى کې ځاى پر ځاى کېږي،دغې اډانې ته لي آوټ وايي.
 
  ٣٨-سينګار (Make  up): د دې لپاره چې ورځپاڼې ښکلې او زړه وړونکې ښکاره شي،خبرونه او ليکنې يې راښکون پيدا کړي،ډول،ډول سرخۍ او په وړ ځايونه د خبرونو او ليکنو ځاى پر ځاى کولو ته Make up  وايي چې ځانګړى ايډيټر لري چې هغه ته ليکپ ايډيټر وايي.       
 
٣٩-ورځپاڼه پلورونکى News Agent):  هغه چا ته چې بېلا، بېلو سيمو کې د ورځپاڼې پلورنې مسوليت لري نيوز ايجنټ وايي.
پاتې په راتلونکې ګڼه کې