فاینانس: Finance
فاینانس نن ورځ د نړیوال اقتصادي پرمختګ یو اړین مضمون ده. نړیوال بازار اوس د یوه ښار بڼه غوره کړي چې همدي کوچنیوالی یې د هیوادونو تر منځ سختي سیالی ته لاره هواره کړي او دا سیالی یواځې هغه هیوادونه ګټلی شي چې سم او منظم مالی سیستم ولري. د بیلګي په توګه که نن امریکا یا چین د خپلو روپیو ارزښتم کم کړي هغه د امریکا /چین او نورو هیوادونو په بازار او اقتصاد مستقیمه اغیزه کوي. په همدي تړلی اقتصادي نړۍ د یوه هیواد د پرمختګ او د شاته پاتې کیدو خبره له مالی سیستم څخه سرچینه اخلي. مونږ ویلی شو چې فاینانس د اقتصادي چارو لپاره د بدن د ویني په څير اړین ده. که چیرته یو هیواد پرمختللی مالی سیستم ولري هغه په ډیر کم وخت کې ښه وده کولی شي ځکه فاینانس د مالی مراکزو، مالي وسایلو (Instruments) او مالی بازارونو ټولی چاري په بر کې نیسي.
همدا اړین علم چې په پښتو ژبه کې یې زیاتره خلګ د مالې ، مالي چارو او حتا د پانګې اچوني په نوم هم مانا کوي خو د لا ښه پوهاوي په خاطر یې په لاندي ډول واضح کوو:
فاینانس اصلاً یوه فرانسوی کلیمه ده چې په اتلسمه پیړۍ کې د انګریزانو له خوا د انګلیسي کلیمي په توګه ومنل شوه او اوس فاینانس د اقتصاد یوه فرعي څانګه ده چې لغوي او څیړنیزه مانا یې په لاندې ډول دي:
د فاینانس د کلیمي لغوي مانا په انګلیسي کې تبادله (Exchange) ده چي هدف ورنه د مالي کړنو یا مالي سرچینو هغه تبادله ده چې په هغو کې جنس او روپی دواړه کارول کیږی.
فاینانس د روپیو د مدیریت یا Management of Money په مانا هم ده.
د فاینانس د علم تعریفونه په لاندي ډول دي:
فاینانس د روپیو او نورو ارزښتمندو څيزونو (چي په لنډ مهال کي په روپیو اړول کیدلی شی) اداره کولو ته فاینانس وایې.
په پورتني تعریف کي د ارزښتمند څيز کلیمه کارول شوي ده چي په انګلسي کې ورته Valuables ویل کيږي او له دي کلیمي څخه یي هدف لاندي ټکې دي.
a) Assets: شتمني یا دارایې چي د یوه شرکت یا سازمان لپاره په ورځنیو او اوږدمهاله چارو کې ارزښت لري چې بیلګه یې دواړه جاري او ثابته شتمني ده.
b) Investment پانګه اچونه / سرمایه ګزاري. سرمایه ګزاري د عاید او ودي لپاره په سوداګری کې ځانګړی ارزښت لري.
c) Securities چي په پښتو کي د ارزښت لرونکو اسنادو په نوم مانا کیږي او هغو اسنادو ته ویل کیږی چي د روپيو ارزښت معادل ولري بیلګه یې د بانک بیلونه ، د کور اسناد یا د موټر اسناد او نور ډیر ډولونه دي چي په مالي مراکزو کي ور څخه په ورځنیو چارو کې کار اخیستل کیږي.
که پورته ټکي په نظر کي ونیول شي نو نور تعریفونه یې په لاندې ډول کوه:-
۲. دویم تعریف:
فاینانس د روپیو ،شتمنی ، پانګي اچووني او ارزښت لرونکو اسنادو اداره کولو ته ویل کیږي.
۳. دریم تعریف :
فاینانس د نغدو روپیو په اداره پوري اړه لري چې هر سازمان یې د خپلو ورځینو معاملاتو لپاره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول کاروي .
۴.څلورم تعریف:
فاینانس د پانګې له ټوله ولو او د هغي له ګټور او اغیزمن استعمال څخه عبارت دی .
د فاینانس ، محاسبې او اقتصاد پرتله
Comparison between Finance, Accounting and Economics
ځینی زده کوونکې ددغو دریو څانګو په پرتله کولو کې ګنګس وي خو هر یو یې ځانګړی ځای لري. زه یې په لاندي ډول ساده پرتله درته کوم:
a. Finance and Accounting
دا دوه څانګی یو ډول ندي دوی خپل ځانګړی توپیرونه لري چې په لاندي ډول دي:
– مالی محاسبه یا فاینانشل اکاونټینګ په تیرو او ثبت شویو معاملو پوري اړه لري لکه ثبت شوی مالی صورت حسابونه (Financial Statements) . خو فاینانس بیا د مالی معلوماتو څیړنه کوي او د څیړني پر بنسټ بیا د راتلونکي لپاره تصمیم نیسي.
– مالی محاسبه ډیره په تیر وخت ډډه کوي یعنې تاریخي معلومات په نظر کي نیسي خو فاینانس بیا په حال او راتلونکي پوري اړه لري
– محاسبه په عاید یا Income باندی زیات ټینګار کوي خو فاینانس بیا د نغدو روپيو په جریانو ټینګار کوي
– په لنډو که وویل شي نو فاینانس هغه وخت پیل کیږي کله چې د اکاونټینګ پروسه ختمه شي
b. Finance and Economics فاینانس او اقتصاد
دا دوه څانګې له یو بل سره نیږدي اړیکې لري فاینانس اصلاً د اقتصاد یوه فرعي څانګه ده. دلته یي د ښه پوهاوي په خاطر یو څو توپیرونه لیکم!
– فاینانس د بودیجې د مدیریت علم ده او دری عمومي څانګې لري لکه شخصي، سوداګریز او عامه فاینانس د فاینانس بنسټیز اساس داده چې څنګه سپما وکړو او څنګه پورونه واخیستل او ورکړل شي چې دا کړنی د مالی ادارو په مرسته تر سره کیږي. د فاینانس علم دری اړین مفاهیم په نظر کي نیسی لکه وخت ، خطر(Risk)او روپی.
– اقتصاد یو ټولنیز علم ده. دا علم د تولید، مصرف ، او ویش خدمات او جنس مطالعه کوي. ددي علم موخه د اقتصاد څیړنه او د هغوی تر منځ د اړیکو مطالعه ده.
په لنډ ډول ویلی شو چې فاینانس د ثروت یا شتمنی په زیاتوالي پوري اړه لري او اقتصاد د فاینانس په پرتله پراخ ده چې فاینانس ته د اقتصاد یوه فرعي څانګه یا برخه ویلی شو.
نور بیا...
وروستي