په امريکا کې يوه وسله وال درې تنه پوليس ووژل

تيره ورځ له غرمې وروسته د امريکا د ديترويت په ښار کې ، يو تن وسله وال د پوليس ماموريت دفتر ته ننوتی او پر پوليسو يې ډزې وکړې. په پايله کې د پوليسو د يو تن قوماندان په شمول درې تنه پوليس ووژل شول او د پوليس په ډزو سره بريد کوونکی هم وژل شوی دی.