په ماشومتوب کې زموږ ډېری دا ډول احساس څومره د خندا وړ و، د ټولو هیله دا وه چې ډاکټران، انجنیران او نور شیان شو؛ ان یوه یې راته وویل: څه فکر کوي چې د ښوونځي مدیر شې؟، ښایي دا خبره به زموږ د ژړا لامل هم کېده ، خو اوس چې زه هماغه احساس رايادوم دتېر په خندا نه راځي.
موږ هر یو په خپل ژوند کې د خپل رب له عبادت وروسته یو کار لرو، ځکه موږ داسې جسمونه نه یو چې یوازې پر ځمکه روان دي او نه هم یوازې پر ځمکه روان دي او نه هم یوازې د ژوند لپاره پیدا شوي یوو.
هدف که کوچنی وي یا لوی خو په دواړو حالتو کې لوی ډېر مهم دی، د هدف اندازه مهمه نه ده، بلکې هدف ته په رسېدو کې ستا ځلېدل ، مینه ورسره لرل مهم دي.
باید هدف ولرو او ځان ورته ورسوو ، نه یوازې د ژوند د یوه پړاو لپاره هدف، چې بیا هېر شي، بلکې د تلپاتې موخې لپاره ژوند ، به هر حال، د ماشومتوب له خواږه پړاوه تېریږو، چې زموږ د موخو سریزه پکې وه.
د موخو اهمیت یوازې د یوه هدف پر موجودیت پورې نه دی تړلی، رسېدل ورته اړین دي، کله چې پر خپل هدف باور ولرې، پرې ډاډمن يې، نو پر لوري يې ثابت ګامونه اخیستی شې، له شک پرته په لار کې له خنډونو سره مخامخېدنه طبیعی خبره ده.
معمولا بریا د هغه چا به برخه کېږي، چې په لټون يې ډېر بوخت وي؛ موږ هر یو ځان ته ځانګرې وسيلې لرو چې خامخا يې د خپل هدف په لاره کې راسره ولرو، ته هم باید خپل هدف ته پر لار ځانګړې وسيلې درسره ولرې، دا مهمې وسیلې:هوډ-نیت-مقابله-هڅه په مخکنیو تجربو ځان خبرول او نورو د تجربو پلټل او ګټه ترې اخیستل دي.
که هدف ته رسېدو کې ستونزو سره مخامخ شوې او مخ کې مو لار تړلې وه، هېڅکله مه درېږه،نرم اوسه او خپلخ لار بدله کړه.
تل او په هر موقف کې د خدای(ج) شکر وباسې ، له خدایه مرسته وغواړه، مه وېرېږه یوازې خدای تعالی په هر شي قادر دی، د ژوند د نعمتونو مننه ترې وکړي، د اسلام نعمت مننه ترې وکړه، یو څو ثانیې د خپلو سترګو پټول وازمویه درته جوته به شي چې دا تیاره څومره سخته ده ، هغه وخت به ته رښتیا هم د خدای د یوه لوی نعمت احساس وکړي.
ریښتینولي د ټولوخلکو د ژوند شعار دی، مینه د هر هغه چا د ژوند شعار دی چې زړه ولري، انسانیت د هر انسان د ژوند شعار دی، که ددغو شیانو کچه کمه وي یا ډېره، خو حتما موجوده ده ، مګر ځینې نور شیان شته چې باید پخپلو ځانونو کې يې پیدا کړوو.
کله چې پر خپل هدف باور ولرې، پرې ډاډمن يې،نو پر لوري يې ثابت ګامونه اخیستی شې، له شک پرته په لار کې له خنډونو سره مخامخېدنه طبیعی خبره ده، خو باید پر وړاندې يې تم نه شې، بلکې د خپل نفس په مخ کې ودرېږه او خپل هدف دې ورته یاد کړه او د خپلې وړتیا کچه دې ورته ووایه او دا چې ته پر الله (ج) ایمان لرې او ستا هوډ تر دې ټولو قوي دی.
د دې لپاره چې یو کار په لېوالتیا ، مینه او زغم وکړای شې، ځینی کارونه شته چې انګیزې او تقویه کوونکي ګنل کېږي، خو رښتیا هم دا شیان دا ادامې د توان ملا تړي، چې په لاندې توګه دي:
۱: ټینګار: د رامخې ته کېدونکو خنډونو پروړاندې کینه کښ اوسه او هېڅ مه ورته تسلیمېړه، ځان ته اخطار ورکړه چې هدف ته به رسېږې.
۲: پر هدف باور لرل : کله چې پر خپل هدف باور ولرې او خپل يې وبولې، ډاډمن شه چې دا بازار بسنه کوي چې مخ پر وړاندې تللو ته يې اړباسي.
۳: صبر: پایلو ته بیړه مه کوه، دا باور هم مه کوه چې هره ورځ به سړی هدف او بریا ته رسېږي، بلکې لا ډېرې هڅې، زعم او مبارزه ته اړتیا لري.
تل د راتلونکې لپاره سترې هیلې ولرئ او د رسیدلو لپاره ورته بریالي پلانونه پر لاره واچوئ ترڅو هیلې مو په رېښتیا واوړي او راتلونکې ته هیله مندي مو د ځان باور سبب ګرځي.
دا ټول مالومات مې له (پټ رهبر) کتاب نه اخیستی دي، هیله لرم، چې ګټور وي.
عبدالباسط کروخېل
وروستي