څنګه معیاري لیکنه وکړو؟

دا چې د لیکلو وړتیا یو الهي نعمت دی, چې خپلو بندګانو ته یې ډالۍ کړی دی. لیکل او لیکوالي دوه جلا بحثونه دي, چې لیکل د خط وړتیا او لیکوالي د همدې خط وړتیا پرمختللې بڼه ده. که غواړو, چې معیاري لیکنه وکړو, نو باید د لیکنې لپاره ډېره مطالعه وکړو. له مطالعې وروسته باید د ځان لپاره یوه موضوع انتخاب کړو, تر څو یو څه پرې ولیکو. لیکنه موادو او ماخذونو ته اړتیا لري, نو د موضوع د انتخاب وروسته باید د اړوند موضوع موادو او ماخذونه راټول کړو. تر موادو وروسته لیکوال لومړنۍ لیکنه شروع کوي, کله چې مو لیکنه پای ته ورسوله, نو وروسته لیکنه د دوهم ځل لپاره ګورو. کوم کلمې او لغتونه چې اضافه یا کم دي هغه اصلاح کوو. تر دوهم ځل کتنې وروسته باید د خپلو لیکنو لپاره باید یو کره کتونکی باید ولرو, تر څو مو لیکنه د دریم ځل لپاره راته وګوري او په اړه یې نظر راکړي.
 
تر دې هر څه مخکې باید په پښتو لیکنه کې باید یاګانو, لیک نښو او د لیکنې چوکاټ ته زیاته پاملرنه وشي. ځکه چې په پښتو لیکنه کې یا ګانې او لیک نښې زیات اهمیت لري, د غلطيو مخنیوی کوي او پنځه واړه یاګانې او لیک نښې بېل بېل د استعمال ځایونه لري. که سمې وکارول شي, نو د متن د ویلو په وخت کې آساني او هوسایي را منځته کوي. همدارنګه د لیکنې چوکاټ هم د ویونکي سره دې لیکنې په ویلو کې مرسته کوي. 

د معیاري لیکنې ځانګړتیاوې: د معیاري لیکنې ځانګړتیاوې موږ په دوو برخو ویشو.
 
اول د مفهوم او محتوا له مخې:
۱- لیکه باید لوستونکي له خپلو مسؤلیتونو خبر کړي.
۲- معیاري لیکنه باید په لوستونکي کې تخیلي او بدیعي ځواک وروزي.
۳- د ټولنې وګړي د وخت له نویو پيښو او حالاتو سره آشنا کړي, او هغه ته ښه لاره څرګنده کړي.
۴- معیاري لیکنه همېشه جذابه او زړه راښکونکې وي.
۵- عام او ټولنیز شعور باید ویښ کړي.
دوهم د سبک له مخې:
۱- باید لیکنه ساده او روانه وي.
۲- د فکر سوچه والی باید پکې رعایت شوی وي.
۳- د مطالبو په وضاحت کې باید له لنډيز څخه کار اخیستل شوی وي.
۴- له ادبي غلا څخه باید پاکه وي.
۵- باید لیکنښې او یاګانې پکې مراعات شوې وي.
۶- له ناآشنا کلمو څخه باید پکې استفاده نه وي شوې.
۷- ګرامر باید پکې مراعات شوی وي.
۸- نظم یې باید له اوله تر آخره پورې سم وي.
۹- املأ یې باید سمه وي.