پخواني افغان ولسمشر حامد کرزی هم د دوا خان مينه پال په مړينه خواشينی شوی 

هم د حکومت د رسنيو مرکز مشر دوا خان مينه پال پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او پر نوموړي بريد يې غندلی دی. کرزي پر خپلې فېسبوک لېکلي دي، “په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس دوا خان مینه پال د یوه تروریستي برید په نتیجه کې په شهادت رسېدلی او طالبانو یي مسئولیت په غاړه اخیستی دي.
دغه تروریستي برید په کلکو ټکو غندم او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهید دوا خان مینه پال کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای(ج) له درباره ده ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.”


د حکومت د رسنيو مرکز مشر دوا خان مينه پال تېره ورځ پر دارالامان سړک ووژل شو. طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې دوا خان مينه پال د دوی په يو ځانګړي بريد کې وژل شوی دی. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ کابل کې د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د دوا خان مينه پال جنازې ته ورغلی وو؛ د هغې کړنې يې ستايلې او لارښوونه کړې چې زابل او کابل کې پر نوم ځايونه ونومول شي. ولسمشر غني د دوا خان مينه پال مړينه ستره تشه بللې ده. 

له پخواني ولسمشر حامد کرزي، ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، حمد الله محب، عطا محمد نور، کابل کې د امريکا سفارت شارژدافير او يو شمېر نورو لوړپوړو کسانو د دوا خان مينه پال پر مړينې د خواشينۍ او تسليت پيغامونه خپاره کړي دي. 

دوا خان مينه پال څو مياشتې وړاندې د حکومت د رسنيو مرکز د مشر په توګه ټاکلی شوی وو او له دې وړاندې د ولسمشر مرستيال وياند، سویلي زون کې د ازادي راډيو خبریال او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس په توګه دندې تر سره کړې وې.