منظور پښتين: ‏سکوت له ښاره وباسئ په شور د تکبيرونو


افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې اوس – شپو ورځو کې د يو او بل پر وړاندې د تبليغاتو برخه هم غښتلې شوې ده. افغان حکومت او د طالبانو او بيا طالبان د حکومت پر وړاندې ضد تبليغات پيل کړي دي. همدا ډول له حکومت څخه په ملاتړ د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې پخوانۍ جهادي څېرې د طالبانو پر وړاندې د جګړې ډګر ته تللې دي. لوېديځ هرات ولايت کې د تورن اسماعيل خان په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې جګړه پيل شوې ده. هراتيانو دوه شپې وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو څخه په ملاتړ د (الله اکبر) ناري پيل او اوس دغه لړۍ د هېواد نورو ولايتونو ته هم غځېدلې ده. 

تېره شپه پلازمېنه کابل، خوست او ننګرهار ولايتونو کې خلک سړکونو ته ووتل او د امنيتي ځواکونو څخه په ملاتړ يې د الله اکبر چيغې پيل کړې. پر ټولنيزو رسنيو فېسبوک او ټوېټر هم د (الله اکبر) ناره کيږي. د افغانستان دننه سياسي څېرو وراېخوا، په پښتونخوا کې افغان سياسي څېرو هم دغه ناره بدرګه کړې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پر خپل ټوېټر لېکلي دي. “‏سکوت له ښاره وباسئ په شور د تکبيرونو :د ‎الله_اکبر سپیڅلې نعره افغانان د سوله، ژوند، آبادي او انسانیت ته درناوۍ او د مستحکم سوله يیز افغانستان د پاره  کاراوی. الــلــه_اكـبـر”

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړي محسن دوړ بيا پر ټوېټر د افغانستان بيرغ او د سولې کوترې سره د الله اکبر کلمه لېکلې ده. د محسن دوړ ټوېټ افغانستان کې د کاناډا پخواني سفير هم شريک کړی او په انګلېسي تورو يې د الله اکبر کلمه لېکلي. 

افغانان د الله اکبر کلمې له لېکلو او په ناره کول دا ښيي چې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او د روانې جګړې بندېدل غواړي. هغه کسان چې د همدې نارې لپاره سړکونو ته را وځي په منځ کې يو شمېر لوړ کسان هم برخه اخلي او دوی سره د الله اکبر چيغه نيسي. تېره شپه کابل کې د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح هم د لاريون کوونکو په منځ کې وو او دوی سره يې د الله اکبر ناره بدرګه کوله. 

طالبان هم د دغه وروستي حرکت په اړه چوپ نه دي پاتې او غبرګون يې ښوودلی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر لېکلي دي، چې طالبانو شل کاله د الله اکبر تر شعار لاندې له امريکايانو او امريکا ملاتړو  سره جګړه کړې او د الله اکبر شعار زموږ شعار دی نه د هغه خلکو چې د امريکايانو ملګري دي. 

که څه هم د امريکايي ځواکونو له وتل وروسته هيلې دا وې چې افغانان به د سولې خبرو له لارې د جګړې پای ته سره ورسيږي، خو برعکس،  جګړه هم په سنګر او هم په تبليغاتي برخو کې ډېره شوې ده چې دې سره يو څه د سولې هيلې مړاوې شوې دي.