د زيړي (Hepatitis) په اړه بشپړ مالومات؛ ۳- برخه: د زيړي نښې – نښانې 

د همدې لېکنې په لومړۍ برخه کې مو د زيړي ناروغۍ د لاملونو او دويمه برخه کې يې په ډولونو وغږېدو. په دې درېيمه برخه کې ځيني هغه څرګندې اوځينې پټې نښې – نښانې درته په ګوته کوو، چې د زيړي ناروغۍ له امله پيدا کيږي. 

لکه څه ډول مو چې وړاندې ذکر وکړ، د زيړي ناروغی د پنځه ډوله ويروسونو له امله پيدا کيږي او پر همدې بنسټ يې نښې – نښانې هم د ويروسونو په ډولونو پوري تړلې دي. که چېرې د زيړي لامل ویروس بي او سي وي نو نښې – نښانې يې ډېر په ځنډ را پيدا کيږي، خو که چېرې د ويروس ډولونه سي، ډي او اي وي نو نښې يې ژر څرګنديږي. لاندې ځيني هغه نښې دي چې وجود ته د ويروس له دننه کېدو لږ وخت وروسته را پيدا کيږي. 
\
۱- ستړيا Fatigue: له کوم دروند فزيکي کار او بې خوبۍ پرته به وجود ستړی وي. دا نښه په لومړيو کې پيدا کيږي. 

۲- کانګې او د زړه بدوالی: هر کله چې يو ويروس پر ځيګر بريدونه ډېر کړي، نو په دغه وخت کې ناروغ کس کانګې کوي او زړه يې بديږي. 

۳- د نس درد Abdominal pain: د زيړي ناروغۍ بله نښه دا هم ده چې د پوښتيو لاندې په پوست نس کې سخت درد احساسيږي. 

۴- نرمه تبه Low-grade fever: زيړي کې تبه وي خو تبه يې کمه او نرمه وي. نېږدې شپه او ورځ ناروغ کس تبه لري او ترې ځوريږي. 

۵- د تشو متيازو رنګ ژيړ او تور ته نېږدې وي. د مخ رنګ هم په کې ژيړيږي. 

۶- هغه وخت چې ژيړی يو څخه وړاندې تګ وکړي نو بيا د سترګو رنګ سپينيږي، ځينو کې کسانو بيا د سترګو سپين ژيړيږي. 

۷- ځينو کسانو کې د زيړي يوه نښه دا هم ده چې وجود يې سخت خارښت کوي.