احمد ضياء مسعود چې اوس مهال د صلاح الدين رباني سره يو ځای په سیاسي ډګر کې منزوي شوی دی، ادعا کوي چې د هېواد ساتنې او دفاع لومړی او وروستی مسووليت د پخوانيو مجاهدينو او مقاومت کوونکو پر غاړه دی. نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې د پخواني جهادي قوماندان تورن اسماعیل خان انځور خپور او لیکلې يې دي، چې د يوې ځانګړې کړۍ له خوا د جهاد او مقاومت پر وړاندې کالونه منفي تبليغات کيږي خو هغه وخت چې هېواد له خطر او ګواښ سره مخ شي بيا همدا مجاهدين مقاومت ګران دي چې سنګر ته کيږي او له هېواده ننګه کوي.
احمد ضياء مسعود چې په خپله هم د طالبانو پر وړاندې د جګړې وايي او هم هغه کسان چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي ستايي؛ احمد ضياء مسعود هغه کس دې چې په دې شپږو کالونو کې د اوسني نظام سرسخته مخالف دی او هڅې يې دا دی چې حکومت په سیاسي ډګر کمزوری او له پښو وغورځوي. نوموړي د اوسني افغان حکومت له دواړه خواوو، ولسمشرۍ او سپيدار ماڼۍ سره مخالفت لري او تر اوسه يې هېڅ د حکومت د کومې پرېکړې ملاتړ نه دی کړی. احمد ضياء مسعود چې د سیاسي واک د وېش پر سر له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره وران دی، په دې پار مخالفت کوي چې حکومت وننګوي. له يوې خوا له حکومت سره د احمد ضياء مسعود مخالفت له بلې خوا د همدې حکومت په اډنه کې د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ د احمد ضياء مسعود د سياسي تګ ګډوډي په ګوته کوي.
رېښتنې هېواد ژغورنه او پر هېواد ننګه يوازې په دې کې نه ده چې ټوپک په لاس او د جګړې ډګر ګرم شي؛ بلکې په سیاسي ډګر کې د حکومت ملاتړ او ترڅنګ يې درېدل کولی شي چې حکومت غښتلی کړي. کله چې حکومت غښتلی شي نو بيا اړتيا نشته چې اوویا کلن اسماعيل خان ټوپک پر غاړه واخلي بلکې د نوموړي پر ځای ګڼ شمېر مسلکي پوځي کدرونه شتون لري چې جګړه رهبري کړي.
احمد ضياء مسعود، صلاح الدين رباني او تورن اسماعیل خان اوس وخت کې منزوي شوې څېرې دي. دوی د جمعيت ګوند له سترې برخې چې ډاکټر عبدالله عبدالله، عطاء محمد نور، محمد يونس قانوني، بسم الله محمدي، نقيب الله کليمي او نور په کې شامل دي جدا شوي او هم يې حکومت سره مخالفت کې د سولې او جګړې د هرې پرېکړې سره مخالفت ښوودلی دی.
د ملي امنيتي ځواکونو له چوکاټ پرته پر بل هر نوم وسله اخېستل او جګړه پيل کول، افغانستان د کورنۍ جګړې پر خوا بيايي او روان وضعیت له بد بدتر کولی شي.
د احمد ضياء مسعود په څېر کسان که په رېښتنې مانا له هېواد سره مينه لري نو غوره لار يې دا ده چې هم د جګړې په ډګر کې د حکومت په چوکاټ کې اوسې او هم د سولې په خبرو کې د جمهوریت د پلاوي ملاتړ وکړي. دې ډول کړنو سره افغانستان يوې رېښتنې سولې ته رسيږي چې راتلونکی به يې روښانه وي.
په انفرادي ډول وسله اخېستل ملېشه جوړونه ده چې افغانستان يې په تېر کې ترخې تجربې لري. که چېرې تيت پرک سیاسي کسان د حکومت ملاتړ وکړي او د واک په پار له خپلو شخصي عقدو تېر شي نو لېرې نه ده چې د افغانستان اوسنی کړکیچ به يو سوله ييز حل ته ورسیږي.
وروستي