پوښتنه؛ له واده وړاندې په اسلامي طريقه د جينۍ او هلک مينه او د ډاکټر ذاکر نايک ځواب

د اسلامي نړۍ د ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه په دې اړه لسګونه پوښتنې شوې دي، چې که چېرې يو مسلمان هلک او جينۍ له وړاندې سره مينه وکړي نو اسلام يې په اړه څه وايي؟ دا ډول مينه په اسلام کې جواز لري او کنه؟ د پوښتونکو موخه دا ده چې هغه مينه چې موخه ورڅخه واده کول وي، نو په اړه يې اسلام څه لارښوونې لري؟ په اړه د ډاکټر ذاکر نايک ځواب دلته ولولئ. 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک يې په لومړي ځواب کې لاندې حديث شريف رانقل کړی، (بخاري شريف، حديث شمېره۵۰۹۰؛  مسلم شريف، ټوک شمېره څلوم، ۳۶۳۵)
 "يو مسلمان د دغه څلورو ځانګړنو په کتو سره د واده لپاره ميرمن اتنخابوي؛ ۱- د ښځې شتمني، ۲- د ښځې، شرافت او اصليت، ۳- د ښځې ښايست ۴- او د ښځې دين. او په دې څلورو کې تر ټولو غوره ځانګړنه د ميرمنې دين دی. "

ډاکتر ذاکر نايک وايي چې له پورته څلورو ځانګړنو څخه درې يې دنيوي دي، خو اصلي ځانګړنه چې د ښځې دين دي هم دنيوي او هم اخروي ارزښت لري. د ډاکټر ذاکر نايک اند د پورته پوښتنې په اړه دا دی، چې يوه مسلمانه جينۍ او يا يو مسلمان هلک د واده لپاره په ټاکنه کې بايد له ۹۰ بيا تر ۰۵ سلنه پوري د دين ځانګړنې ته ارزښت ورکړي؛ ښايست، شتمني او د ښه کورنۍ سره اړيکه يوازې دنيوي اړخ لري او له لس بيا تر ۵ سلنه پوري دي ارزښت ورکړل شي. 

ذاکر نايک په ځانګړې ډول له وداه وړاندې د مينې په اړه وايي، چې کومه مينه چې اوس مهال په ځينو ټولنو کې رواج لري، کومې مينې چې اوس مهال په ځينو پرمختللو هېوادونو او لوېديځو ټولنو کې شتون لري، د اسلام په مبارک دين کې ځای نه دی ورکړل شوی، او دا ډول مينې کول حرام دي. له واده وړاندې مينه کول او په کې د وداه پلان جوړول چې هغه کې پارکونو ته چکر وهل وي، دوه په دوه ګرځېدل وي، هوټلونو ته تګ وي، ډوډۍ خوړول وي، سېنما او فلم يوځای کتل وي او داسې نورې چارې؛ د اسلام په مبارک دين کې په بشپړ ډول حرامې دي او د کولو اجازه نه لري. دا که په هر نوم وي؛ که له واده وړاندې د مينې په نوم وي او يا هم د ژوند د ملګري/ملګرې ټاکنه وي. 

عبدالکريم ذاکر نايک وايي چې په اسلام کې دا اجازه شته چې محرمه جينۍ او هلک د واده په پار سره وګوري، خو په هغه وخت کې چې د جينۍ پلار يا ورور شتون ولري او همدا ډول د هلک مور يا خور شتون ولري. دوی بيا کولی شي چې د يو يا څو ساعتونو لپاره سره کينې، خبرې وکړي، له يو او بل پوښتنې وکړي، يو او بل سره وپېژني او د خپل راتلونکي ژوند برخليک يو بل سره وګوري. نوموړي د رسول الله ص بل حديث راخېستی دی او ويلي دي چې که چېرې دوه محرم يوازی سره کيني، ډوډۍ خوري، خبرې کوي او ګرځيږي، نو د دوی ترمنځ به درېيم کس حتماً شتون چې هغه درېيم کس بيا شیطان دی. 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک له وداه وړاندې د مسلمانې جينۍ او هلک تر منځ د مينې په اړه په اخير کې وايي، چې کوم ډول مينې چې اوس وخت کې رواج لري، په اسلام کې ځای نه لري او حرامي دي، خو په ورته وخت کې که چېرې يوه مسلمانه جينۍ يو مسلمان هلک په اړه فکر کوي چې تقوا لرونکی دی، نو جينۍ کولی شي چې د خپلې کورنۍ د غړو؛ پلار، مور او يا ورور په وسيله دغه هلک ته د مينې وړانديز وکړي او د کورنۍ د غړو په شتون کې له هلک سره وګوري او يو بل سره اشنا شي. همدا ډول هلک چې د يوې جينۍ د تقوا په اړه ډاډمن وي نو کولی شي چې د خپلې کورنۍ د غړو په وسيله يادې جينۍ ته وړانديز وکړي او په اسلامي طريق چې وړاندې ذکر شوه، ناسته سره وکړي.