له نن څخه څلوردېرش کاله وړاندې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د ګربت د غره د لویدیځې لمنې د سرمست بابا خیلو په کلي کې د دیارلس سوه شپږشپیتم (۱۳۶۶ل) کال د غبرګولي د میاشتې په څلورویشتمه (۲۴) د ارواښاد محمدرحیم جان په متدینه کورنۍ کې د ژوند د الهي لورېنې څخه برخمن شوی دی.
خپلې زده کړې یې د کلي د جومات په غولي له ملا صاحب څخه په الفبا پیل کړې، لومړی او دویم ټولګي يې د قادریې په ابتدایه کې پای ته ورسول، دریم ټولګی یې د ګربت امام ابوحنیفه رحمه الله په ښوونځي کې پیل کړ چې په ۱۳۸۴ ل کال کې یې دهمدې لېسې څخه د فراغت سند واخست.
د کانکور ازموینې له تېرولو وروسته یې د زده کړو لار پر کابل پوهنتون دې ځمکپوهنې پر پوهنځي شوه چې له څلور کلن ځنډ وروسته هایدرومتیورولوژي له څانګې د لېسانس ډېپلوم ورکړل شو.
خپل کاري ژوند یې په خیریه ادارو کې د هېواد په بېلا بېلوسیمو کې تېر شوی دی خو د دې تر څنګ نوموړی له لیکوالۍ سره ځانګړې مینه لري ، ادب هغه وخت چې د ښوونځي په نهم ټولګي کې و په ذهن کې یې غزونې وکړې چې بېلګه یې په همدې وخت کې لاندې بیت را اخلو.
رحیمي نور ورځم له د محفله چې خوار وطن مې تمنا کړې ده.
له هغه وخت را وروسته وخت ناوخت مجلو، وېب پاڼو او نورو ته لیکنې کوي چې ترشپېتو لیکنو یې زیاتې په رسنیو کې خپرې شوې هم دي، د ادبي بهیرونو ،غونډواو کنفرانسونو ترډېره ګډونوال پاتې شوی دی.
دې ترڅنګ د ګوربت (ګربت) لمن په نوم چاپ شوی څېړنیز اثر لري خو د وخت او فولکلوراو د کلیو د دنومښود په نومونو کتابونه یې چاپ ته چمتو دي .
وروستي