که خبر واورو باور څنګه پرې وکړو 

هره پېښه چي رامنځته شي نو په اړه یې د خلکو په ذهنونو کي مختلیفي پوښتنې هم پیدا شي، خبریال اړدی  چي د رامنځته شوې پېښي په اړه د خلکو په ذهنونو کي د رامنځته شویو پوښتنو ته د ځواب پلټنه وکړي ؛ ترڅو د رسمی او غیري رسمي سرچینوڅخه د معلوماتو په راټولولو د پېښي تل ته ځان ورسوي او د رامنځته شوې  پېښي حقیقي اطلاعات تر خلکو پوري ور ورسوي. 

په ژورنالېزم کي حقیقت هغه څه دي چې ژورنالیست / خبریال ته د خلګو لخوا ویل کېږي خو یوازي د رسمي سرچینو خبري هم د خبریال مسوولیت نه شي سپکولی ؛ بلکي یوه خبریال ته په کار ده چي د رامنځته شوې پېښي په اړه په خپله څېړنه وکړي، تر څو خلکو ته حقیقت روښانه شي. ډېری وخت د جګړي لوری خبریال ته د هغو پېښو معلومات نه ورکوي چې خلک یې په اړه پوښتنې لري او د دوی په ژوند باندي په مستقیم ډول یا په غیري مستقیم ډول اغېز لري. 

یوازي هغه معلومات  رسنیو ته ورکوي چي د دوی پکي ګټه وي ؛ خو د یوه خبریال هنر دادی چي څنګه هغه معلومات چې چارواکي یې نه غواړي خلګ پرې خبر شي خلکو ته روښانه کړي کړي .

 هره پېښه چي ډېری خلکو ته نوي او په زړه پوري وي،  دوی یې په اړه د څوک (چا)، څنګه، څه وخت (کله)، چېرته، او ولې پوښتنې د ځواب په لټه وي .
 کله، کله په یوه سیمه کي داسې پېښه رامنځه ته شي چي حقیقت یې یو څه وي خو د خلکو تر غوږنو پوري د پېښي بل ډول اوازي خپري شي. ډېری وخت دا بې بنسټه خبري د هغو خلکو لخوا خپرېږي چي د پېښي حقیقت د خپل ځان په زیان بولي. 

د دي له پاره چي پوه شو، ایا خبر حقیقت لري او کنه نو د یوې پېښي د خبر په اوریدلو، لیدلو او ویلو کي باید لاندي ټکو  ته په ښه ډول ځېر شو. 
 1. د خبریال خبري چي د متن څخه یې وایې ایا  په خبرکي تائید شوې او کنه؟ 
 
2. خبریال د پېښي په اړه د مسوولو چارواکو نظرونه او د هغو کسانو غبرګون راخیستی چي له پېښي متضرره شوي؟ 
3. انځورونه او واکس پاپونه (په خبر، راپور کي د سیمي د خلکود غږونو کوچینۍ برخه)  څومره طبعي دي؟  یعني داسي نه چي انځورونه د بلي سیمي وي او یا پخواني انځورونه دهغي سیمي وي او واکس پاپونه د داسي چا وي چي هغه خپله د دي پېښي په اړه ناخبره وي. 
4.   هغه پوښتنه چي خلکو ته پکي شک ور لویږي  په خبر کي په ښه ډول د خبري سرچینو لخوا ورته ځواب ویل شوی او کنه؟  
5. ایا خبریال د پېښي څخه د متضرییرو انځورونه  او غږونه لري او دغه تصویرونه او غږونه ریښتیا هم د هغي سیمي او د هغو خلکو دي؟ 
6. د خبریال غږ له متن او تصویر سره سمون  خوري؟