ځوان که راتلونکی رهبر!

څنګه کولی شو له خپل ځان څخه
مثبت فکره شخصیت جوړ کړو؟
څنګه کولی شو خپل ارزښت په ټولنه کې وساتو؟
څنګه کولی شو خپل ځان وروزو؟
څنګه کولی شو خپل ځان په ټولنه کې مطرح کړو؟
څنګه کولی شو له غوسې څخه ځان خلاص کړو؟
څنګه کولی شو مطالعه خپل ورځینی دود/عادت وګرځوو؟
څنګه کولی شو خپلو هیلو/اهدافو ته پلان سازي وکړو؟
څنګه کولی شو سیاسي شعور تر لاسه کړو؟
څنګه کولی شو ټولنې ته مثبت بدلون ورکړو؟
څنګه کولی شو په خپل ځان باور تر لاسه کړو؟
څنګه کولی شو د نورو له تاثیر/ویرې/ډار
څخه ځان خلاص کړو؟
څنګه کولی شو بد رواجونه/عادتونه ختم ورک کړو؟

دا او دیته ورته په لس ګونه پوښتنې دي چې یو ځوان یې باید له ځان څخه وکړي، ځوان مسؤلیت لري تر څو تحقیق/ریسرچ  وکړي، ځوان د ټولنې سرمایه ده، ځوان د یوه ټولنې د ملا تیر ده، ځوان تر  هر څه لومړی باید پردې پوښتنو ځان اګاه او بیا  یې عملي کړي!

زه هم د یو ځوان په صفت لا لګیا یم څیړنه کوم لا مې پوره اګاهي پرې نه ده تر لاسه کړې خو هدف مې ددغې واړه پوښتنو تحقیق او عملي کول دي ، تر ټولو مخکې راته لومړیتوب لري ترڅو ځان روزنه وکړم، دغه که څه هم سخته خو خورا اسانه ده، ما پیل کړې تر څو ځان وروزم په همدغې پړاو کې لګیا یم او لا کوشش کوم تاسو پوهیږئ؟چې دا مې تقریبا نیمه میاشت برابریږي چې له غوسې څخه مې پرهیز کړی،  د یوه مشر ملګري په لارښوونه مې  تر  څلویښت ورځو له غوسې څخه پرهیز شروع کړی، آیا څه تغیر یې راکې راوستی؟ هو پدغه کم وخت کې مې دومره څه تر لاسه کړي چې باور به ونکړۍ اوس نو راته د ځینو خلکو خبرې/نیوکې عادي ښکاري پوهیږئ؟ځینې خبرې نیوکې په خندا سره بدرګه کوم پوهیږئ؟د کور د ماشومانو شیطانۍ په یوه وړه مسکا سره بدرګه کوم، مخکې مې غبرګون سخت وه زړه او مغز به یې راخوړه خو اوس نه،  نو هدف دا وو چې په ټولنه کې د مثبت بدلون   لپاره تر هر څه مخکې اړینه ده تر څو ځان وروزو،  له بیلا بیلو لارو چارو څخه کار واخلو پورته پوښتنو باره کې  تحقیق وکړو او عملي یې کړو نو بیا به مو ژوند لږ څه ارام و سکون تر لاسه کړي، بیا به کولی شو تر څو په اسانۍ سره تر خپلو    هیلو ورسیږو بیا به کولی شو یوه مثبته کورنۍ         /ټولنه/شخصیت ولرو نو وخت یې دی تر څو خپلو هیلو لومړیتوبونو کورنۍ/ټولنې ته کار وکړو نو وخت یې دی چې رابیدار شو نو وخت یې دی چې د ژوند په سختو او پیچلو لارو قدمونه پورته کړو اوس یې وخت دی چې کار وکړو اوس یې وخت دی چې ځان او جهان سره پرتله کړو اوس یې وخت دی چې له غفلته لاس واخلو اوس یې وخت دی چې قدم واخلو مونږ ځو پر مخ ځو ځو تر څو راڅخه تیر شوی کاروان راونیسو، هو مونږ یې کولی شو.