هغوي اوس هم یادوي
په نهم ټولکې وه چې
د ورور په بدو کې یې ورکړه
په سرو سترګو ټولګي ته را ننوته
دا یې وروستی راتک وو ښوونخي ته
ټولګي ته د ښوونکې په داخلېدو سره
هغه په قد دنګه
شینې سترګې
او ښکلې ودرېده
د خبرو پیل یې
په ژړا وکړ
او له ټولګیوالو سره یې
خدای پا آمانې وکړه
ښوونکې ترې د تک پوښتنه وکړه
هغې دومره په
ګونګۍ ژبه وویل:
ـ ښوونځی د پښتو ناوړه دودونو له امله پرېږدم
ـ جرم مې ورور کړی
او په بدو کې یې ما ورکوي
د همدې خبرې په پای سره یې
د لوپټې په څنډه
خپلې روانې اوښکي پاکولې
او له ټولګي څخه ووته
د نجونو پسي قطار جوړ شو
شېبه وروسته
نجونې بېرته را ستنې شوي
په ټولګي کې
د غم ټغر خور شو
چا څه او چاڅه ویل
خو د هغې په تک سره
د یوه ځوان زړه ماته شو
ټولې تمې یې غوڅي شوي
هغه زړه چې
د ژوند ټولې هیلي یې
پرته د مینې له اقراره
په چپه خوله
د هغې له مینې سره غوټه کړي وي
له خاورو سره خاوري شوي
هغه په زړه مات ځوان اوس
په هره چیغه کې
د هغې پیغلې پر وړاندې
خپل ځان ګرم ګنې
هغه ځکه چې
د کلونو په تېرېدو سره یې
د پتې مینې اظهار ونشو کړای
اوس نو
په یوازې ځان
د مینې په سختو لارو
او په بدو کې د ورکړل شوي پیغلې
له یادونو سره
مزل کوي.
وروستي