دجولای په ۳۰ما زیګرپرشپږبجوپه لندن کی د کیسه ليکوال عبدالوکيل سوله مل دنوې داستاني ټولګې (يادونه ـ پرهرونه) د مخکتنی غونډه جوړه شوی وه. غونډه د شاعر او ليکوال نضیف الله تکل له خوا په مخ وړل کيدله. په لومړی سرکې د غونډې پرمخ بیونکي دغونډی برخه والوته ښه راغلاست ووایه او دداسې ادبي غونډوپه ارزښت ېې په لنډو وویل:
ددی غونډی ارزښت په دی کی هم دی چی موږ اوتاسی له اوږده ځنډه څه لپاسه یو نيم کال وروسته سره راغونډيږو، او دا ټول د ليکوال سوله مل برکت دی.
د غونډی لومړنې ويناوال دپښتو ژبی نامتو څیړونکی اوکيسه ليکوال اکبر کر ګرو. هغه د سوله مل د دغه اثراو کيسو په اړه مفصله اوهراړخيزه وينا واوروله. کرګر صاحب وويل:
ـ دسوله مل صاحب دغه يادونه او ټپونه يوډول سنتی اوټولنيزټپونه دی. دسوله مل په کيسوکی ټول زاړه ارزښتونه اوسنتونه له منځه ځی او نوی په کی راټوکيږی.
له کرګر صاحب وروسته دغونډی بل ويناوال کيسه لیکوونکی سليم حيا ت و، چی دريځ ته راوبلل شو. هغه دسوله مل دکیسوپه اړه لنډی خبری وکړی، وی ویل:
ـ يادونه او پرهرونه دګران سوله مل دلنډوکيسو ټولکه ده چی ټولی ديارلس کيسی لری ـ اوزموږدټولنی دهغو کردارونوکيسی کوی چی په تورو مخونویې سپین نقابونه اچولی دی خوليکوال هغوی ته هینداره ايښی چی هر ملالنډی او کرغيړن مفتی په کی خپل تورمخ ووينی. دسوله مل دکیسو يوه ښه ځانګړنه داده چی دی کيسی په ډيرښه زمان او مکان کی وړاندی کوی، زموږ دپښتوپه ډیرو کيسو کی دزمان او مکان انځور نه وی او يا ډیر کمزوری وی کيسه په هوا کی روانه وی.
له محترم سلیم حيات وروسته ښاغلي نوید محسنی دسوله مل دکار اوزيار يادونه او ستاينه وکړه او هغه ته يی دنوی داستانی ټولګی مبارکی ورکړه.
له محسنی صاحب وروسته پلوشه جانی لطیف دسوله مل ددغی داستانی ټولګی او دسوله مل صاحب دکيسويادوونه او ستاينه وکړه.
له پلوشه جانې وروسته راقم الحروف ته وار ورسيده. هغه وويل:
ـ دسوله مل صاحب کيسی خوږی ساده او روانی دی دغه ساده توب هنر دی لکه ارواښادحمزه شينواری چې وايی:
حمزه هرڅو که اينه ده لطافت دغزل ـ ستا به هنر دغزل داوی چی ساده کړی ژبه دلته ګورو چی ساده توب په ادبی اثاروکی هنر دی اوپه دغه هنر کی سوله مل صاحب له هر چا نه مخکی دی، دنړی دزياتروادبی شهکارونويوه ځانګړتيا همدغه ساده توب دی.
بل کوم ټګی چی دسوله مل صاحب په وروستيوکيسوکی ډير په زړه پوری دی هغه دروانې نړیوالې وبا(( کرونا ))په اړه کيسی دی چی سوله مل صاحب ليکلی دی. د(کورني بندی)په نوم کيسه يی ښه بيلګه بللی شو، دفورم له مخی هم دسوله مل صاحب کيسی لنډی او په زړه پوری دی اولوستونکی کولی شی هغه په شوق او مينه ولولي. زما په اند چی داجمل پسرلي، ايمل پسرلي اونور سعيد نه وروسته دسوله مل صاحب کيسی لنډی دی.
دا ډول دتيليفون په ليکه له اکسفورښارنه زموږ دهيوادنامتوژبپوه ډاکټرصاحب مجاوراحمد زيارهم لنډی خبری وکړی. هغه وويل:
ـ سوله مل صاحب نه يوازی زموږپه هيوادکی يو اشنا اوپيژندل شوی نوم دی بلکی دسیمې په هيوادونوکی هغه دپوره شهرت خاوند دی.
ددغی درني غونډی وروستی ويناوال پخپله د غونډې پرمخ بيونکی نظیف الله تکل صاحب و. هغه دښاغلی سوله مل صاحب د(یادونه پرهرونه )په نوم دکيسی په څانګړتيااوکرکټرونوباندی پوره رڼا واچوله اوسوله مل صاحب ته ېې ددغی داستانی ټولګی دخپريدو مبارکی وويله.
دغونډی په پای کی ښاغلی سوله مل دغونډې له ټولو برخه والو او ويناوالو نه مننه وکړله اودخپل کار او کيسو په اړه يی لنډی خبر وکړلې.
وروستي