نن دفبروری دمیاشتی څلورمه دپښتو ژبی دلوی او حقدارلیکوال،محقق،شاعر،ژبپوه،نقاداو کیسه لیکونکی ارواښاد صاحبزاده حبیب الرحمان قلندرمومند دمړینی له دولسم تلین سره برابره ده. ارواښاد قلندر مومندپه ۱۹۳۰ میلادی دسپتمبر دمیاشتی په لومړی نيټه په پښتونخوا کی زیږیدلی واو د۲۰۰۳ میلادی کال دفبروری په څلورمه نيټه ددری اویا کلونو په عمروفات شوی دی.تیاری دقبر ورته رڼا شه.ما په خپله په ۱۹۹۲ میلادی کال هغه له نژدی نه لیدلی وو.له خپل یوه شاعر ملګری فضل غنی غنی سره دارواښاد استاد قلندر مومند کورته ورغلم.او څو شیبی مو ورسره تیری کړی.کله چی می ملګری زه ورمعرفی کړلم نوهغه مرحوم وویل ،ما خو فکر کووچی ټکور به دملکنډ اوسیدونکی وی.ماته یی وویل ما ستاسی یو نیم شعر په لیکوال مجله (چی هغه وخت نورالبشر نویدچاپوله)لوستی دی. بیا په دی نور هم ډیر خوشاله شو چی له کابله ورغلی یم.دمرحوم قلندر مومند دوه چاپی اثاردهغه دشعرونو مجموعه(سباوون)او دهغه دلنډوکیسوټولګه (ګجری)می په کابل کی لوستی وو. زموږ دهیواد نامتو لیکوال او شاعر سلیمان لایق صاحب خبره ده،چی په روسیه کی دپښتو ژبی یوه شاګرد خپل دډکتورا تیزس دمرحوم قلندر مومند په ژوند او اثارو هم لیکلی دی. دلایق صاحب دغه خبره دپیښور دپښتو اکاډمی په میاشتنی خپرونی پښتوپه (اعتراف)ګڼه کی چاپ شوی هم ده. زه دلته دپښتو ژبی ددغه عظیم او لوی لیکوال او شاعر روح ته دعقیدت په خاطردده هغه شعرونه او بیتونه راوړم چی زما په ذهن کی پاتی دی.ځکه اوس دهغه اثار نه پیداکیږی او که بیا چاپ شی نو بی له شکه به ډیر لوستونکی او مینه وال ولری.هغه وایی: زه یی په قامت او په زلفانو یادوم ان په سر ددار یی هوښیارانو یادوم هاغه چی روان دی زړه چاودلی ښپی تڼاکی هاغه قلندر درته یارانو یادوم او یا لکه دهغه دتلپاتی شعر دغه څو بیلګی: ددنیا ښکلی می داسی په زړه پنډ دی چی خاطر می په زړګی دسومنات شی «««««««««««««««««««««« موږ دژوند دپیشنمی وروستی ډیوی موږ نه پس به په وطن رڼا رڼا وی «««««««««««««««««««««««««« زلفی شونډی سترګی واړه رخسارونه دیو مرګ له څومره اهتمام کړی ««««««««««««««««««««««« ژوندون،لټون،مینه مرګی او حساب څومره کارونه می په سر پراته دی »»»»»»»»»»»»»««««««« یاره قلندر ته دعاګانی کړه اوس ګنی پښتو کی غزل چیرته دی اوددی تلپاتی سندری شعر خو به یی ډیرو اوریدلی وی چی وایی: ارزو می زړه کی په سلګو شوه ته به کله راځی دصبر ساه می په وتو شوه ته به کله راځی دقلندر دارمانی ژوندون علاجه مرګه هاغه خو اوس دنه راتلو شوه ته به کله راځی دارواښاد ستاد قلندر مومند په ژوند او اثارو کتابونه رسالی او ډیر څه لیکل کیدلی شی،خو زه دخپلی کمی پوهی په وجه دهغه روح ته دهغه ددغو تلپاتی شعرونوپه بیا بیا لوستلوددعا لاسونه پورته کوم او دهغه دروح ته دعقیدت ګلونه وړاندی کوم،روح دی ښاد او یادیی ژوندی اوسه،
وروستي