اقلیم او هڅوب

څو موده مخکې مې د تلوېزون پر پرده د نورستان ولایت د ښکلو جامو بېلا بېلې بڼې وکتلې خوښې مې شوې  چې  اغوستل یې هر وخت خلک ښکلي ښکاروي، په ساړه موسم کې یې اغوستل د موسم د ناوړه اغېزو د مخنیوي په پار خورا ګټور دي خو د تاوده موسم لپاره به  یې کوم لامل له مخې ځانګړی پوښاک نه درلود چې پر غاړه شي، خبره مې پر اقلیم او هڅوب راټوله ده چې یو شمېر خلک یې فرهنګ بولي، یو له هغه لاملونو چې فرهنګي ښکلا منځ ته راوړي او په مادي  کلتور ښکاره اغېزه لري اقلیم دی.
 
  دا څه د یوې ټولنې په جامو کې څېړو چې د شمېر او څرنګوالي له مخې توپیر کوي د بېلګې په ډول زموږ د هېواد زیاتره برخې د سړې هوا لرونکې دي نو له همدې امله خلک په ژمي کې زیاتې او تودې جامې اغوندي خو په اوړي کې کم او یخ کالي اغوندي خو برخلاف دې هېواد په شمال کې یو شمېر خلک د دې لپاره چې د لمر د وړانګو د نېغ لګېدو څځه د مخنیوي په پار څرنګه چې دوی په ازاده هوا کې د لمر پر وړاندې کار کوي تودې جامې اغوندي.
 
  دا څه د یوې ټولنې  په هستوګنځیو کې څېړو که چېرته پېښلیک ته ورسر ورښکاره کړو ډېر تمدنونه د اوبو سره نږدې یا په سیند غاړو کې پدې ډول منځ ته راغلي وي، خو زموږ په هېواد کې د سړو سیمو هستوګنځي ټيټ، دروازې، کړکۍ یې سهېل لورته پرانېستل کیږي  او نور د عامه ناستو ځایونه یې  همدې لور ته ابادیږي چې تر ډېره یې لامل د لمر وړانګې دي څرنګه چې زموږ هېواد په شمالي نیمکره کې شتون لري خو بلخوا  په تودو سیمو کې د دې خلاف  لوړ د ودانیو دروازې شمال لور ته پرانېستل کیږي یا په داسې بڼه جوړیږي چې د لمر وړانګې د ننه ولاړې نشي خو سره له دې د افغانستان په یو شمېر برخوکې کورونه د کنبددو په ډول رغول کیږي کوم چې د لمر وړانګو څخه راټوله شوې تودخه بلخوا وړي خونې سړې پاتې کیږي بلخوا دا ډول جوړشتونه چې له خاورو څخه په کې کار اخستل کیږي د باندې هوا سره یو ښه عایق  دی چې  په کوټو کې هوا ثابته پاتې شي اوړی سړه او ژمی توده احساس شي. 
 
بلخوا که د سیمو تاریخي جغرافیه او مخینه راواوړوی تر ډېره به لرغونې او نوې مېنې د اقلیم له مخې نومول شوې وې د بېلګې په ډول ییلاق، قشلاق، ژنګوره، وړنګوری،پېتاوی، سیوری او نور چې د ټولو نومونو راوړل به دلته ممکن نه وي.
 
  د خوړو سره د اقلیم اړیکه هم دې یادولو وړ ده کومې سیمې چې سړه هوا لري هلته سخت او زیات خواړه په لګښت رسیږي خو برخلاف د دې په توده هوا کې نرم او لږ خواړه خوړل کیږي خو افغانان د دې لپاره چې د ساړه موسم پر وخت د خوړو له کمښت څخه ځان وساتي د لاندي په نوم د غوښین خوړو ځانګړی دود لري.
 
 اقلیم ته هغه څه هم  چې نه تنها د پوښاک، څښاک، خوراک او نومونې پورې اړوند دی بلکې زموږ موزونو او غیر موزنو یا شفاهي او لیکلو ادبیاتو ته یې لار موندلې ده، د کلتوري رنګونو په ځلولو کې یې زیاته مرسته کړې ده،  موږ او نړۍ دې بېلا بېلو ملتونو ژبې یې بډاینې ته ورلنډې کړې دي چې دغه څه د بېلګې په توګه د جاپان د خلکو په هایکو اود پښتو په لنډۍ کې ښکاره لیدلی شو.
د ګل کوه لوړې او ژورې
له سر دې مه خېژه لړې
 
باران که اوري و دې اوري
واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه
د اقلیم اړیکه له لهجې سره هم شته ده، هغه خلک چې په سړو سیمو کې ژوند کوي نسبي درنه ژبه کاروي او د تودو سیمو خلک بیا لږ څه نرمه لهجه کاروي بېلګې یې د کندهار د خلکو لهجه او د پکتیا د خلکو لهجه یادولی شو. 
 
اقلیم او شته طبیعت ځانګړنې  د خپلې سیمې ژبه بډایه کوي، د یوې سیمې خلک د هوا ځانګړنو ته ځانته کلیمې لري، په ورځني ژوند کې ترې کار اخلي  د بېلګې په ډول په ننګرهار او شاوخوا سیمو کې د( برو) په نامه ځانګړی باد دی چې ځانته وخت لري خو د ننګرهار د حوزې خلکو ته د برو کلیمه عامه او پېژندل شوې ده چې د یو ډول ګرم باد مانا لري  خو هغه څوک چې په کابل کې اوسېدلی وي د اقلیم له مخې به دې برو کلیمه ورته له سره نا اشنا کلیمه وي، خو بلخوا برله هغه باد چې د وردګو ولایت په ځینو سیمو کې  د ژمي په موسم کې لګیږي د برلې په نامه سره پېژندل کیږي خو پداسې حال کې چې دې هېواد په نورو سیمو کې چې وګړي یې له دې سیمې سره بلد نه وي ورته یو ناڅرګند نوم وي.