پکتيکا وﻻيت کې ميرمنو او معلولينو ته زده کړه ورکړل شوه

  په پكتيكاولايت كې د دېرشو ميرمنوپه ګډوان يوسلو شپيتو تنوته معلولينواو معيوبينو ته په څو بېلابېلو برخوكې زده كړې او  روزنه وركړل شوه، ځايي چارواكي وايي چې دغوكسانوته د خپل كسب اړوند يوشمېروسايل هم وركړل شول، د پكتيكاچارواكي وايي چې پدې پروژه دامريکا متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې لخوانږدې پېنځلس ميليونه افغانۍ لګول شوي دي. 
 
بل پلو د پروان له زندان څخه د د پکتيکا ولايت څلور تنه بنديان چې په بېلابېلوځايونكو له وسله والوسره د تړاو په شك نيول شوي وو، راخوشي شول.
  هغه غونډه چې د پكتيكاولايت په مركزښرنه كې د زده كړو او روزنې پروګرام څخه د يوسلوشپيتوتنو د فراغت په وياړ جوړه شوې وه پرځاىي والي سربېره ګڼواداري مسوولينو هم پكې ګډون كړى و، والي محب الله صميم وويل چې په دې پروژه كې د دېرشو ميرمنوپه ګډون يوسلوشپيتوتنو معلولينواو معيوبيونه ته د خياطۍ، نجارۍ، جنراټورونو، موترسايکلونو اوماشينونو د جوړونې په برخه كې روزنه وركړل وشوه، او له ټاكلي وخت تريدو وروسته هريوه ته د فارغيدو پروخت د خپل كسب اړوند سامان الات هم وركړل شول، نوموړي له دغوكسانو غوښتنه  وكړه چې په خپل كسب كې ښه پرمختګ وكړي او بيايې نورو ته هم ور زده كړي.
 د پكتيكا ولايت د کاراوټولنيزو چارو ريس په وينا چې د دغوكسانو په روزنه او وسايلوباندې د امريکامتحده ايالاتو د پراختيايي دارې لخوا درې سوه اتيازره امريکايي ډالره ولګول شول.
د يو بل خبرله مخې د پکتيکا د سولې او پخلاينې شورا د هڅو په پايله كې د پروان له زندان څخه د پكتيكاڅلور تنه بنديان راخوشي شول، ويل كيږي چې دغه كسان دبهرنيوځواكونولخوا د بېلابېلو عملياتوپرمهال د وسله والو طالبانوسره د تړاوپه شك نيول شوي وو.