هر کله چې انګلېسي کې يوه رسمي لېکنه کوئ نو دغه ۸ اړينې خبرې درڅخه هېرې نه شي :    

انګلېسي ژبه کې لېکنې په لويه کې په رسمي او غېرې رسمي لېکنو وېشل کيږي. رسمي لېکنې په دفتري چارو، اېميلونو، کتابونو او نورو برخو کې کيږي چې بيا غېر رسمي يا غېر علمي لېکنې په ورځني ژوند کې لېکل کيږي. 

د انګلېسي ژبې په رسمي لېکنو کې دغه لاندې اته ټکي په پام کې ونېسئ. 
۱- د کلمو مختصر شوی يا Contraction حالت مه کاروئ. 
د dont پر ځای do not استعمال کړئ. 

۲- عبارتي فعلونه يا phrasal verbs پر ځای اصلي فعلونه وکاروئ. 
دا غوره ده چې د go up پر ځای د increase کلمه راوړئ. 

۳- د اصطلاحاتو يا Idioms پر ځای رسمي کلمې استعمال کړ. 
A1 د ډېر ښه يا excellent مانا لري، نو هڅه وکړئ چې excellent کلمه استعمال کړئ. 

۴- له ضمير ډېره ګټه مه اخلئ. 
د You can see from the graph پر ځای The graph shows غوره جمله ده. 

۵- منفي جملې د Not کلمې پر ځای په لاندې بڼه ولېکئ. 
ولېکئ چې It is ineffective دا له it is not effective بهتره جمله ده. 

۶- مبهم يا vague کلمې مه کاروئ. 
a bit, a kind of, a lot, sort of او ورته نورې مبهمې کلمې دې، د دوی پر ځای د considerable کلمه علمي ده. 

۷- ساده لغات استعمال کړئ. له پيچلو کلمو مخه ونېسئ. 
 
۸- د خپلو شخصي نظريو د کارونې مخه ونېسئ. 

داسې مه وايئ چې زما په نظر يا I think. پر ځاي يې بله باوري سرچينه د according کلمه استعمال کړئ.