آيا دا شونې ده چې يوه ورځ د ځېرک موبايل په وسيله په لېرې واټن کې يو شی لمس، بوی او خوند يې وڅکو؟ 

په ځيرکو موبايلونو غږ اورو او انځور ګورو؛ شونې ده چې يوه ورځ د موبايل په وسيله بوی او خوند هم له لیرې واټن تجربه کړو؟ 

لسيزې وړاندې چا ته دا هم د منلو وړ نه وه چې يو کس دې زرګونه کيلو متره لېرې وي او غږ دې يې واورېدل شي. کله به چې دا ويل کېدل چې که یو کس د نړۍ په يو سر کې وي او بل بيا د نړۍ په بل کونج کې؛ د ثانيو په واټن سره يې مخامخ ګورو؛ دی چې څه کوي موږ ته ښکاري او هغه چې موږ يې کوو دی يې ګوري، له فکره لوړه خبره او د منلو نه وه. نن د ځيرکو موبايلونو او کمپيوټرونو په شتون او د انټرنيټ پر مټ دا موضوع عملاً تجربه شوې او چا ته ښېښنده مسله نه ښکاري. هره ورځ خلک د سلګونه او زرګونه کيلو متره په واټن سره مخامخ خبرې کوي، غږونه اوري او په انځوريز ډول يو او بل کتلی شي. د پرمختللې ټېکنالوجۍ په برکت اوس وخت کې د انسان د پنځه ګونو حسونو څخه د اورېدنې يانې سمعې او لېدنې يا بصرې حسونه شونې شوي دي چې په واټن ييز ډول کار وکړي. هغوی چې د ټېکنالوجۍ برخه کې کار کوي اوس په دې لټه کې دي چې په راتلونکي کې په دې وتوانيږي چې د بوی/شامعې، خوند/ذايقې او لمس حسونه هم د ټيکنالوجيکو وسايلو په شتون سره داسې کړي چې لېرې واټن کې هم حس وکړی شي. 

ذهن کې دا ګرځي چې ايا يوه ورځ به داسې وشي چې يو کس په هندوستان او بل په سعودي عربستان کې وي؛ د ټيکنالوجيکو وسايلو پر مټ او لېرې واټن کې هندوستان کې مېشت په سعودي عربستان کې د يو څيز کلک والی او نرموالی لمس کړي، بوی يې کړي او يا هم خوند وڅکي؟ بلې، دا چاره تر اوسه شوې نه ده، خو ژر ده چې دا به هم نړۍ تجربه کړي. مطلب په راتلونکي کې دا شونې ده چې له افغانستانه به يو کس د ټيکنالوجۍ پر مټ د بېلګې په ډول د نړۍ يو بل هېواد کې د مڼې بوی، خوند، کلک والی او نرموالی لمس کړي شي. 

د لندن په سيټي پوهنتون کې د اډرېن ډاوېډ شېکوو/Adrian David Cheok په نوم څېړونکی وايي چې ساينس پوهان په دې اخته دي چې د انسان پنځه ګوني حسونه په ټېکنالوجۍ کې دننه کړي. د اډرېن ډاوېډ شېکوو په وینا چې بوی، خوند او لمس د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې راتلونکی پرمختګ دی، چې وبه شي.  دی وايي چې په دې پار چې يو کس له لیرې واټن څخه د يو شي خوند مالوم کړي، پر ژبه يې دوه مقناطيسي قطبونه يا electrodes نښلول کیږي، کوم چې مغزو ته خبر ورکوي او په دې سره له ډېر لیرې واټن د يو څه خوند مالومیږي. شېکوو ويلي دي چې په لومړیو کې هڅې دا دی چې د دغه electrodes په وسيله تروش، مالګين، خوږ او تریخ خوندونه مالوم او حس شي، چې وروسته به لا پراختيا ورکړل شي. 

همدا ډول ساينس پوهانو د Scentee په نوم يو بل اله جوړه کړې ده چې هم په ځېرکو موبايلونو او هم په پوزې کې کېښودل کيږي، چې پر مټ يې يو کس بوی حس کولی شي. د Scentee په وسيله له لېرې واټن څخه د ګلانو او ميوی بوی د حس وړ کيږي. دغه دوه نوښتونه چې تر اوسه په ازمايښتي حالت کې دي، په راتلونکي کې به په ځيرکو موبايلونو کې ځای پر ځای شي. لکه څه ډول چې اوس مهال په موبايل خبرې کوو نو که کمره خلاصه کړو مخامخ سره ګورو او ويډيو کال کيږي؛ همدا ډول به په راتلونکي کې که يو کس پر خپل ځېر موبايل کې electrodes خلاص کړي نو خوند او که چېرې Scentee خلاص کړي بوی به حسولی شي. Scentee کې يو کانتينر شتون لري چې نیږدې سل بېلا بېل بویونه په کې ځای پر ځای شوي دي. هر کله چې د ځېرک موبايل يو کارن له هغه څيز سره نېږدې کيږي چې په کانتينر کې يې بوی ځای پر ځای شوی دی، نو مقابل کارونکی هم بوی حس کولی شي
 
پايله دا چې د نړۍ ساينس پوهان هره ورځ د ټېنکالوژۍ د نوښتونو په لټه کې دي، او دې سره به په رېښتنې مانا واټنونه له منځه يوړل شي او نړۍ به په ورغوي کې واچول شي.