پاکستان سره دا ډول چلند اسلامي او انسانی دی! 

له هغې ورځې چې پاکستان د ځمکې پر مخ را څرګند شوی دی افغانستان ترې ښه ورځ نه ده لېدلې. د پاکستان د نوم په اورېدو سره په تېر کې افغانانو ته د خپل وجود برخه چې بريتانوي هند ته ورکړل شوې وه ور يادې ده او په دې څلورنيمو لسيزو کې بيا د پاکستان نوم سره افغانستان کې د جګړې، ورانۍ، وينې توېدنې، لاس وهنې او د افغانستان د ويجاړۍ انځور ذهن کې پرېوزي. 

که د سياست په رېاليسټيک ليدلوري کې وکتل شي، افغانستان  اوس وخت کې له پاکستانه په هرې برخه کې پاتې دی. اقتصاد، نړيوالې اړيکې، دېپلماسي، استخبارات، امنيتي وضعيت، روغتيايي نظام، پوځي ځواک، د خلکو وېښتيا او نورې برخې يې لوړې دي. افغانستان چې څلور لسيزې په جګړه کې دی او د جګړې تر شا يې هم د پاکستان په څېر هېوادونه دي؛ له سيالۍ او مخامخ اوښتو لوېدلی دی. 

که د افغانستان حکومت اوس وخت کې دا ادعا کوي چې افغانستان کې جګړه پاکستان کوي او له هرې لوري په داسې هڅو کې دی چې افغانستان کمزورۍ کړي او داسې يو حکومت په کې جوړ کړي چې د پاکستان په موخه او د پاکستان په لاس کې وي. اوس که دا ادعا رېښتنې هم وي، خو افغانستان کې په داسې يو وضعيت کې نه دی چې به نيغ ډول د پاکستان پر وړاندې ودريږي. 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان داسې سياست چې ځيني يې د حامدکرزي د حکومت پر مهال خبرې کوي، چې وايي افغانستان کې د پاکستان په يوې چاودنې به پاکستان کې هم چاودنه کېدله، تر يوه بريده پر پاکستان اغېز لرونکی وو. خو بيا هم افغانستان په داسې نه وضعيت کې وو او  نه دی چې د پاکستان پر  د جګړې اعلان وکړي او مخامخ ور سره د جګړې ډګر ته شي. افغانستان نه يوازې چې په پوځي برخه کې د پاکستان سيال نه دی، بلکې دا چې افغانستان وچه کې ګير او وارداتي هېواد د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډېر پاکستان ته اړ دی او له پاکستانه ورته پوښاک، خوراک، څښاک، تيل، درمل او نور څيزونو صادريږی. 

پاکستان سره افغانستان په سياسي ډګر کې غير مستقيم د تضاد او رقابت سياست کولی شي، کوم ډول چې اوس مهال پاکستان د افغانستان دننه شروع کړی دی او تر يو بريده په کې بريالی هم دی. د پاکستان د پوځ او حکومت پر وړاندې هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان ستونی تربت کړی دی او حکومت يې په رېښتيا هم ورخطا کړی دی. له پښتون ژغورنې غورځنګ د افغان ولس او افغان حکومت ملاتړ د پاکستان وضعيت نور هم ګډوډوي. دا تر ټولو غوره سياست دی چې افغان حکومت يې کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ له پاکستانه خپل غچ اخلي. په دې ډول سوله ييز سياست کې افغانستان په پاک ډول خپلې ملي ګټې خوندي کولی شي، چې انساني او اسلامي چلند ورته ويل شو. 

تازه د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب لندن کې د پاکستان پخواني لومړي وزير او د پاکستان د رياست اوسني سرسخت مخالف نواز شريف سره لېدلي چې د پاکستان چيغ او پيغ يې بيا پورته کړی دی. محب داسې هم نه دي کړي چې د پاکستان په څير چې ګلبدين حکمتيار، احمد ولي مسعود، مير رحمان رحماني، کريم خليلي او نور حکومت ضد څېرې دعوت کوي او د افغانستان د حکومت د کمزورۍ هڅې پرې پياوړي کوي، ده يوازې له نواز شريف سره په يو بل هېواد کې لېدلي دي. 

په تاريخ کې نواز شريف هم د پاکستان له اوسنيو ټولواکانو ډېر د افغانستان د بریادۍ برنامې پلې کړې دي، خو چې اوس دی په خپله د پاکستان د حکومت مخالف دی، نو د افغان چارواکو نېږدې والی ور سره د افغانستان په ګټه دی. 

که چېرې افغان حکومت د پاکستان له پښتنو سره نېږدې اوسي او چارواکي يې په نره د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي او له هغه سياسي څېرو سره چې د عمران خان د حکومت خلاف دي، لېده – کاته پيل کړي، لېرې نه ده چې پاکستان به د خپلو شيطاني سياستونو تېر او افغانستان به له دې لارې د پاکستان له لاس وهنو په امن کې شي.