مسعود: ملېشې جوړه و؛ حکومت د طالبانو سره د جګړې وړتيا نه لري

احمد ضياء مسعود چې له اوله د يو غير متمرکز نظام پلوي کوي دا ځل غواړي چې د روانې جګړې څخه په ګټې افغانستان کې د خپلې خوښې فدرال يا فدرال سره نېږدې غير متمرکز نظام رامنځته کړي. احمد ضياء مسعود په دې پوهيږي چې افغانستان کې پښتانه تر ټولو ستر او اکثريت قوم دی؛ د دیموکراتیکو لارو چې ټاکنې دي، واک کې به هم دوی وي. احمد ضياء مسعود د دغه حقيقت د له منځه وړلو لپاره له تېرو شلو کالونو په هڅو کې دی، خو نه يې سياسي پلانونو کار ورکړ او نه هم پوځي بغاوتونو. دی په دې فکر کې دی چې که چیرې افغانستان فدرالي شي نو د قدرت جزيرې به جوړې او تر ډېره به دوی په کې په واک کې وي. که فدرال نظام هم نه وي خو لږ تر لږه چې د ولسمشر صلاحیتونه راکم، ترڅنګ يې لومړی وزير شتون ولري او سياسي واک په يو غير متمرکز نظام کې سره وويشل شي. 

دې موخې ته د رسېدو په پار تازه احمد ضياء مسعود د جګړې او وينې توېدنې له لارې د رسېدو وړانديز کړی دی‌. احمد ضياء مسعود داسې اټکل کوي چې د اقتصادي او پوځي زور په پام کې نېولو سره د افغانستان اوسنی حکومت دا وړتيا نه لري چې پر ټول افغانستان حاکميت ولري او يا دا چې هغه ولسوالۍ چې اوس مهال له طالبانو سره دې بېرته په خپل واک کې واخلي. مسعود طالبانو سره د جګړې په پار دوه لارې وړانديز کوي او دويمه يې غوره بولي. دی ليکلي چې د مرکزي حکومت له خوا طالبانو سره جګړه نه بريا ته رسي او نه هم پايله ورکولی شي. د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کې احمد ضياء مسعود د طالبانو لاس بری بولي او د حکومت د کمزورۍ وايي. هغه دويمه لار چې احمد ضياء مسعود يې وړانديز کوي قومي/ګوندي ملیشې او د ده په وینا ولسي پاڅون کوونکي دي. د احمد ضياء مسعود په وينا چې که چیرې ولسي پاڅون کوونکي وسله وال شي او ملاتړ يې وشي نو ژر ده چې طالبان به وځپي؛ نېول شوې ولسوالۍ به بېرته ونېسي او د طالبانو پر وړاندې نفرت به ډېر او د طالبانو مشروعيت به راټيټ کړي. 

احمد ضياء مسعود وايي چې د شورويانو پر وړاندې د جهادي ډلو جګړې هم ګوریلايي بڼه درلوده چې له امله شوروي ځواکونه او ملاتړ حکومت يې ضربه وخوړه. دی دا هم اټکل کوي چې که چیرې ملېشې جوړې شوې نو ټول پوځي جنرالان او افسران چې اوس د حکومت په لیکو کې نه دي، د طالبانو پر وړاندې دریږي. 

احمد ضياء مسعود چې څومره کينه  طالبانو سره لري همدومره کرکه او تخريبي هڅې له ولسمشر غني، د هغې ټیم او په لويه حکومت سره لري. دی د دوه شیانو په لټون او هڅه کې دی اوس غواړي په ملېشه ځواکونو کې د طالبانو وړاندې جګړې په نوم يې تر لاسه کړي. 

لومړی دا چې له بيکارۍ ستړی احمد ضياء مسعود غوړاي له حکومتي چوکاټ وراېخوا ځان د جګړې په داسې لیکو کې ښکېل کړي چې ايران او نور مسعود خوښي - هېوادونه به يې پراخه پوځي او مالي ملاتړ کوي چې د احمد ضياء مسعود لستوڼي به په کې غوړ وي. دی به د طالبانو خلاف جګړه کې بيا دومره څه خپل کړي چې يو نسل به يې داسې ژوند پرې تیر کړي لکه چې اوس په کې احمد ضياء مسعود د زر او زور خاوند دی. 

دويمه موخه چې احمد ضياء مسعود يې په دې ډول سياستونو کې د خوب په څیر ګوري افغانستان کې راتلونکی داسې نظام چې دی او ګونديان تل پاتې د واک برخه وي. له دې لارې به کورنیو جکړو ته زمېنه برابره شي چې د دوی د هيلو اړوند به يې پای په يو غير متمرکز نظام وي.