د روسیې مهم سوداګریز ښار رستوف کې د تجار ګروپ سهامي شرکت ناسته

د روسیې په مهم سوداګریز ښار رستوف کې د تجار ګروپ سهامي شرکت ناسته ترسره شوه، چې لسګونه افغان سوداګرو پکې برخه اخیستې وه.
په روسیه کې کمو زیات ۳۰زره افغانان په بازار کې پر سوداګرۍ بوخت دي، دوه کاله کېږي، چې د یو سهامي شرکت په چوکاټ کې د افغان سوداګرو د اتحاد لپاره پر یوې طرحې کار روان دی.
په رستوف کې دغه ناسته له مسکوه تجار ګروپ پلان کړې وه او د رستوف ښار لسګونو افغان سوداګرو پکې برخه اخیستې وه. 
په رستوف کې د افغان سوداګرو د اتحادیې مشر او د تجار ګروپ برخه‌وال ډاکټر قاسم حسیني په رستوف کې افغان سوداګر د افغانانو په دغه ستره پروژه کې برخې اخیستو ته راوبلل او زیاته یې کړه، که افغان سوداګر آنلاین بازرا کې سوداګري ونه کړي ستونزې به یې لا زیاتې شي. 
د تجار ګروپ مخکښ میرویس ویال د دغه سهامي شرکت د طرحې په وړاندې کولو سره وویل، چې د دې اقتصادي او اجتماعي ارګنایزېشن طرحه ډېره مسلکي ایجاد شوې ده، چې په آسانۍ به افغان سوداګر سره متحد کړای شي.
ورپسې د تجار ګروپ سهامي شرکت د تخنیکي چارو مسوولینو ډاکټر معصوم شینواري او الېګ ګولوینکو د دغه پروژې پر آنلایان طرحه پرېزېنټېشن وړاندې کړ. ډاکټر معصوم شینواري وویل، چې د دغه د آنلاین بازار لپاره د دغه سهامي شرکت د وېب‌سایټ طرحه د وایبیریز، یانډېکس او امازون وېب‌سایټونو په څېر ده او پر مټ به یې په ډېرې آسانۍ به په روسیه کې افغان سوداګر وکولی شي، چې په آنلایان بازار کې سوداګري وکړي.
د تجار ګروپ یو بل برخه‌وال نظیر ایوب په روسیه په رستوف کې له افغان سوداګرو منننه وکړه، چې په یو اقتصادي ادرس کې یې د افغانانو د اتفاق او راټولېدو له پروژې ملاتړ وکړ. 
په مسکو کې مېشتو سوداګرو فهیم صافي، توریالی خان، عصمت الله کمال او نورو افغان سودګرو د دې پروژې د بریا لپاره ژمنه وکړه.