زه په داسې ټولنه کې ژوند کومه ...

په یوه داسې ټولنه کې ژوند کومه، چې اسلامي او خلک یې ځانونو ته غیرتې او با شهامته خلک وایې.  همیش په خپلو ماضیو نازیدلي دي او په همدې یې اکتفا کړې؛ د پرمختیا پر وړاندې یې هڅه کړې چې خنډ شي.

ښځې یې صرف د دې لپاره خوښې دي، چې په کور کې د دوی او د دوی کورنۍ خدمتګارې اوسي  او کله هم خپل شرعي او قانونې حق باندې پوهې نشي.

ملا مو هم باید همیش د ښځو حجاب او د میړونو حق پر ښځو باندې بحث او موعظې وکړي. د لور په زیږون مو کورنۍ خفه کیږي او د زوی په زیږون هوایې ډزې کوي.د لور شرم ورته شرم ښکاري، خو د زوی لچکې ورته بیا عادي خبره ده.

مور او پلار مو د خپلو زامنو د ښي راتلونکې لپاره هڅې کوي.
اتیا کلن بوډا ته ۱۴کلنې جلي ودیږي .ښځه په پیسو، اپین، موټرو  مالچه کیږي.ملایان مو ښځه ناقص العقله بولي کله یې هم دا فکر ندی کړی، چې دا زه نو څنګه کامل کیدلی شمه دا یې سوچ ندی کړی، چې کامل موجود کله هم ناقص موجود نه رامنځته کیدلای نشي.

 زما په ټولنه کې فرخنده سر توري کیږي او بیا وژل کیږي.
زما په ټولنه کې دا وویل کیږی چې ښځه یا په کور یا په ګور ښه ده.
زما په ټولنه کې ښځه باید خپل ایمان او د سړیان ایمان دواړه وساتې.
زما په ټولنه کې ښه ښځه هغه ده چې مخ پټې وي او د دنیا د حال نه بی خبره وي.

زما ټولنه کې  ښځو لپاره تعلیم ګناه ګنل کیږي. نو کله هم زه د سړیانو سره د پرتلې وړ نه یم ګنل شوي، ځکه زه خو ښځه یمه، زه ناقصه یمه، زه د دې ټولني عار یمه، زما کار او فعالیت په ټولنه کې شرم ګنل کیږي، زما سیاسي فعالیت په ټولنه کې بد اخلاقې ګنل کیږی، زما په استعداد کې شبه موجود ده.

نه، زه نه یمه ناقصه دا ټولنه مې  ناقصه ده؛ زما په حق قرآن او د خدای رسول خبری کړی دي، زما په نوم خاصه سوره نازل شوي ده. دا زه ښځه ومه چې تاسره اوږه په اوږه روانه ومه، ټول د ژوند نا خوالې می درسره تیرولې، خپل حق باندې پوهیدمه خو زما عاطفه وه، چې هر څه نه در تیره شومه دا زما کمزوري مه بوله. زه د هر هغه درد طاقت لرمه چې ته سړي یې نلري، زما د وجود نه بل وجود منځ ته رازی، زه ناقصه نه یمه زما مهربانی او عاطفه تر تا ډیره ده ځکه مې ناقصه بولئ.  

دا زما د ټولنې حقایق دي؛ دا زما د ټولنې څیره ده!
هیله ده زما په دی لیکنه زما مخلص ورونه خفه نشي!!!