ایا د سګنل په نه موجودیت کې موبایل پورته خواته نیول کومه ګټه لري؟

په نړۍ کې د تکنالوژي چټک پرمختګ خلکو ته د ژوند زیاتره چارې اسانه کړي دي لکه د تلیفونونو او زیرک موبایلونو منځته راتګ، چې خلک که هر څومره لرې هم وي مګر د کور د غړو په شان هر وخت د یوه بل د حال پوښتنه کولی شي.

په موبایل کې خبرو پر مهال زیاتره وخت د موبایل سګنل یا انتن کار نکوي چې زیاتره خلک بیا داسې عادت شوي دي چې موبایل په لاس کې پورته خواته نیسي ددې لپاره تر څو د موبایل انتن کار وکړي او د مقابل لوري غږ په سم ډول واوریدل شي.

خو ایا دا چاره مونږ سره په رښتیا مرسته کوي ترڅو د موبایل انتن ښه شي؟
نه، دا چاره د موبایل د سګنل په پیدا کولو او ښه کول کې مرسته نه کوي.

د ډان نیوز د ویبپاڼې په حواله ویل شوي چې د امریکایي رائس پوهنتون د الکترونیکي او د کمپیوټري انجینري په برخه کې پروفیسر لینګ زونګ ویلي چې د موبایل د سګنل د ورکیدو یا کمزوري کیدو پر وخت د موبایل پورته خواته نیول کومه ګټه نلري، دده په آند چې د موبایل انتن څپې زمونږ او تاسې شاوخوا وي خو د نه موجودیت یا کمزورتیا پر وخت پورته خواته نیول یې کومه ګټه نلري.

نوموړی وايي چې ددې پر ځای چې تاسې لاس پورته ونیسئ ښه دا ده چې تاسې یوې خواته لږ قدم ووهئ تر څو ستاسې د موبایل سګنل کار شروع کړي. دی وايي زیاتره وخت په ښارونو کې هم د سګنل کمزوري کیدل د هسکو ودانیو له امله وي خو که تاسې لږ هم یوې بلې خواته لاړ شئ دا ستونزه حل کیدای شي