د ځيګر پړسېدل (hepatomegaly) ولې پرې اخته کيږي او څنګه ترې ژغورل کېدای شئ؟ 

مخکې له دې چې د ځيګر پړسوب يا hepatomegaly غير روغتيايي وضعيت په اړه مالوماتو وړاندې کړو، غوره ده چې په يو لنډ پراګراف کې ځيګر درته تشريح کړو. ځيګر يو غوښن غړی دی چې د پوښتيو قفس يا حجاب حاجز لاندې، د خيټې ښی اړخ، د معدې پر سر پروت دی. د يو روغتيايي او ځوان کس ځيګر نېږدې درې پونډه وزن لري. که چېرې ځيګر لمس شي نو لبړي ډول به حس شي؛ د ځيګر رنګ ځيګري دی او ځکه هم جيګري يا ځيګري رنګ ته دغه نوم اخېستل کيږي.  ځيګر يوازې په شمزۍ لرونکی ژويو کې شته او هغه په دې پار چې دغه ژوي د ځان پاکونې يا detoxifies عمليه سرته رسوي. 

د ځيګر اصلي دنده دا ده چې د هاضمي سېسټم څخه راتلونکې وينه پمپ کړي ، خو دغه لاندې چارې هم د ځيګر اصلي دندې دي: 
۱-  ځيګر د هضم په پار د صفرا يا bile اوبه ترشح کوي؛ صفرا بیا غوړ هضم کوي.
۲- ځيګر د کيمياوي مضرياتو پاکونه کوي چې  detoxifies ورته وايي.  
۳- بله دنده يې دا ده چې د وینې plasma لپاره پروټين تولید کړي. 
۴- په ځانګړي اندازې سره کلسترول هم توليدوي. 

د ځيګر پړسوب يا hepatomegaly هغه غير روغتيايي وضعيت دی چې د انسان ځيګر په کې له خپلې اصلي اندازې ډېر غټيږي او پړسيږي، چې په علمي ډول ورته hepatomegaly. هر کله چې يو کس په hepatomegaly اخته شي نو هغه دندې چې پاس مو ذکر کړي بيا يې ځيګر په بشړ ډول يا سم ډول نه شي تر سره کولی. ډاکټر پیرسوپولوس وايي، "ځيګر د الکولو په شمول، ستاسو له بدن څخه شیان پاکوي، میتابولیزم کې مرسته کوي. هر کله چې د ځيګر روغتيا ته پاملرنه ونه شي نو بيا هغه پړسيږي او انفلاسیون حالت ته رسيږي." د ځيګر د غټېدو پر لاملونو وروسته کرښې ليکو خو د غټېدو په پايله کې د ځيګر حجرې يا ژونکې د شحم يا وازدو له خوا چاپيره شي او بيا ځيګر په نارمل ډول سره فعاليت نه شي کولی. 

د ځيګر پړسوب يا hepatomegaly بنسټيز لاملونه: 
۱- د الکولو يا شرابو څښل؛ 
۲- که څوګ د ځيګر په سرطان اخته وي او د سرطان حجرو پر ځيګر برید کړی وی نو hepatomegaly وضعيت منځ ته راځي؛ 
۳- د ژيړي ويروس درې ډولونه؛ 
Hepatitis A
Hepatitis B
Hepatitis C د ځيګر پړسوب رامنځ ته کوي. 
۴- Hepatocellular carcinoma : چې د ځيګر يو ډول سرطاني ځانګړې حجره ده. 

د ځيګر پړسوب يا hepatomegaly نښې – نښانې: 
د خيټې درد، د سترګو سپنوالی، د پوستکی د رنګ ژېړېدل، ستړيا او کول د ځيګر پړسوب يا hepatomegaly لومړنۍ نښې دي. 

د ځيګر پړسوب يا hepatomegaly مخنېوی: 
په روغتيايي خواړو او فزيکي تمرين سره وزن نه زياتيږي او دې سره د ځيګر له پړسوب خوندي کيږي، ډېر او غټ وزن د ځيګر د غټېدو لامل دی. که چېرې د شکر ناروغي ولري نو هڅه وکړي چې پر وخت يې تر کنټرول لاندې ونېسي او وينه کې مو د خوږو کچه لوړه نه شي. شراب او الکول مه څښئ؛ د ځيګر پړسوب يا hepatomegaly يو اصلي اوستر لامل د شرابو څښل دي. پر خپل سر ويټامين مه خورئ؛ دا هم سبب کيږي چې د ځيګر پړسوب يا hepatomegaly په ناروغۍ اخته شئ.