ګرځبندیز (کرونایي) حالت کې د مطالعې کولو لپاره لس مهمې لارښوونې

د مطالعې کول شاید دومره اسانه کار نه وي کله چې تاسې د دې وژونکې وبا له امله ټوله ورځ په کور کې تیروی.

دلته درته لس مهې لارښوونې راوړم تر څو له تاسو سره په د ګرځبندیز (کرونایي) حالت کې د مطالعې کولو لپاره مرسته وکړي.

ځکه هیڅوک نه پوهیږي چې دا وبا به کله پای مومي او کله به هر څه خپل عادي حالت ته راځي، تر هغې پورې مونږ ټول مکلف یو چې ځانونه د پرمختګ په حال کې وساتو.

د هیواد ټول تعلیمي مرکزونه هم د همدې وژونکې وبا له امله بند او قرنطین دي نو دا داسې وخت دی چې مونږ باید ټول تمرکز مطالعه باندې وکړو.
دا لس مهمې لارښوونې کولای شي چې ستاسو مینه د مطالعې سره زیاته کړي.

۱: د مزاحمت (ګډوډۍ) مخنیوی وکړئ!
د موبایل استعمال کولای شي چې ستاسو د مطالعې خنډ او مزاحمت وګرځي نو لومړئ له همدې صرف نظر وکړئ، د مطالعې لپاره وخت تعین کړئ، زیات تمرکز مو پر مطالعې وساتئ، کله مو چې دا کارونه وکړل نو بیا خپل ځان تازه (Refresh) کړئ، چای نوشیجان کړئ، یوه سترګه خوب وکړئ (Take a nap) او یا هغه څه وکړئ چې خوښیږي مو.

۲: زیات تمرکز مو پر مطالعه وساتئ!
ټول تمرکز مو باید مطالعه باندې وي، او کله چې تمرکز ونه کړی او یا د ستړیا احساس وکړی نو تفریح وکړئ، ارامه ساه واخلئ، سپک خواړه وخورئ، او بیا خپلې مطالعې ته دوام ورکړئ.

۳: خپل ځان په ډالۍونازوئ!
کله چې زیاته مطالعه وکړئ نو بیا خپل ځان ته تخفه ورکول مه هیروئ ځکه په داسې وخت کې مطالعه کول چې ټوله نړۍ د وژونکې وبا سره لاس او ګریوان ده شاید ډېره سخته وي، خپل ځان ته تخفه ورکول یعنې د خپلې خوښې خواړه خوړل، د خوښې فلم کتل، خوب کول او یا هم داسې یو څه چې مینه ورسره لری او خوښیږي مو.

۴: خپله مطالعه جاري وساتئ!
خپله مطالعه کول باید جاري وساتئ ان که زړه مو هم نه غواړي نو بیا هم خپله مطالعه جاري وساتئ ځکه چې مطاله کول مو د لغاتونو ذخیره او ګرامر غښتلی کوي.

۵: د ځان لپاره هدف وټاکئ!
ځان ته داسې هدفونه وټاکئ چې په لاسته راوړلو باندې یې قادر وی، د هدفونو لاسته راوړل شاید اسانه نه وي او که کله مو بری تر لاسه کړ یعنې خپل ټاکلي هدفونه مو تر لاسه کړل نو بیا هم ځان په تخفه ونازوئ، ارامه ساه واخلئ ، پیاده مزل وکړئ او تفریح وکړئ.

۶: د کورنۍ غړي مو پوه کړئ!
دا هم مهمه ده چې د خپلې کورنۍ غړي پوه کړئ تر څو درته د مطالعې په وخت کې بې ضرورته مزاحمت جوړ نه کړي، که دا کار مو وکړ نو د مطالعې لپاره به زیات وخت بچت کړئ.

۷: خپل فزیکي حالت ته مو پام وکړئ!
د ښې مطالعې کولو لپاره فزیکي حالت زیات مهم دی، فزیکي اړخ مو باید پوره فعاله وي ځکه په د سره مو ذهن هم فعاله کیږي، لوبې وکړئ، زیات تمرین وکړئ، وناڅئ او صحت منده خواړه وخورئ.

۸: ذهني صحت مو منظم کړئ!
په داسې سختو حالاتو کې د خپل ذهني صحت منظم کول خورا مهم دي، دا باید زده کړئ چې څنګه خپل احساسات کنټرول کړئ، هغه شخص چې په احساساتي ډول غښتلی وي نو په د ډېر ښه تمرکز کولای شي چې څنګه خپلو هدفونو ته ځان ورسوي.

۹: د مطالعې مهارتونو ته مو پرمختګ ورکړئ!
زیات تمرکز په د وکړئ چې يو ښه زده کوونکی پاتې شئ، د لاس لیکلو (Hand writing) ته مو پرمختګ ورکړئ، داسې یادداشت (Note) جوړ کړئ چې تر ډېره مو په ذهن کې پاتې شي، کورنۍ دنده مو پر خپل وخت اجرا کړئ، یو نواښتګر زده کوونکی واوسئ.

۱۰: خپلې ټولنیزې اړیکې مو وساتئ!
د خپلو همزولو او ټولګیوالو سره انځوریزې اړیکې (Video calls) ونیسئ، یو بل څخه ګټورې مشورې واخلئ، خپلو ورځیني کارونو باندې بحث وکړئ، د حال او احوال پوښتنه یې وکړئ، دا په دې خاطر چې تر څو ځان يوازې احساس نه کړئ.