د ډېپلماټيکو اړيکو په اړه د وين کنوانسيون پښتو ژباړه؛ ۲- برخه: له لومړۍ تر پنځمې مادې

لومړۍ ماده: (د اصطلاحاتو پېژڼدنه) په دې کنوانسيون کې لاندې اصطلاحات له ځانګړې مانا سره په دې ډول تشريح شوي دي: 
الف- د استازوالۍ رئیس: هغه کس چې د لېږونکي دولت له خوا په استازوالۍ کې د ماموریت د سرته رسولو مسووليت لري.
ب- د استازوالۍ غړي: عبارت دي د استازوالۍ له رئیس او نورو غړو څخه. 
ج- د استازوالۍ اجزاوې يا برخې: د استازوالۍ ډیپلوماټیک غړي، فني او مسلکي کارمندان او نور کارکوونکي. 
د- ډېپلوماټيک کارمندان: هغه کسانو ته ويل کيږي چې په استازوالۍ کې د دېپلوماټيکو چارو مسووليت لري. 
ه- ډېپلوماټيک مامور: د استازوالۍ رئیس يا کوم بل مامور. 
و- فني او مسلکي کارمندان: هغه کسان چې په ډېپلوماټيکه استازوالۍ کې مسلکي چارې سرته رسوي.
ز- د استازوالۍ کارکوونکي: هغه کسان چې د استازوالۍ د دفترونو په چوپړ کې وي. 
ح- شخصي چوپړ کوونکي: له هغو کسانو څخه عبارت دي چې د استازوالۍ د يو کس په چوپړ کې وي او لېږونکی دولت يې په ټاکنه او لګښت کې مسووليت نه لري. 
ط- د استازوالۍ ځايونه:  ټول هغه ځايونه چې د هر چا اصلي مالکيت وي خو د استازوالۍ د چارو لپاره ترې ګټه اخېستل کيږي لکه د استازوالۍ د رئيس استوګن ځای.

دويمه ماده: (د اړيکو ټېنګول او د استازوالۍ جوړول) د ډېپلماټيکو اړيکو ټېنګول د ډېپلماټيکو استازواليو جوړول په تل پاتې ډول د دوه دولتونو د خوښې او هوکړې په صورت کې کيږي. 

درېيمه ماده: د يوې ډېپلماټيکې استازوالۍ دندې: 
الف- لېږونکی دولت په منونکي دولت کې استازوالي خلاصوي. 
ب- د لېږونکي دولت د ګټو او وګړو ساتنه تر هغې کچې چې په نړيوالو حقوقو کې منل شوي وي. 
ج- د منونکي دولت سره خبرې. 
د- د قانوني لارو او وسايلو په وسيله په منونکي دولت کې د پېښو او اوضاع په اړه پلټنې او خپل دولت (لېږونکي دولت) يې مالومات وړاندې کول. 
ه- د لېږونکي او منونکي دولتونو ترمنځ د ملګرتيا، اقتصادي، کلتوري او علمي اړيکو پراختيا.

څلورمه ماده: د استازوالي د رئيس ټاکنه: 
۱- لېږونکی دولت بايد دا ډاډ تر لاسه کړي چې هغه کس چې دوی د خپلې استازوالۍ د رياست لپاره غوره کړی دی، په اړه يې منونکی دولت هوکړه لري.
 
۲- که چېرې منونکی دولت د لېږونکي دولت د استازوالۍ له رئيس سره هوکړه نه لري نو منونکی دولت اړ نه دی چې لېږونکي دولت ته په دې اړه سپيناوی ورکړي او يايې لاملونه ورته په ګوته کړي. 

پنځمه ماده: نه مېشته استازوالي (اکرديته)
۱- لېږونکی دولت کولی شي چې په منونکي دولت کې د خپلې ډېپلماټيکې استازوالۍ مشر يا کوم بل ډېپلماټيک کارمند په څو نورو دولتونو کې وټاکي؛ پرته له هغې صورت څخه چې منونکي دولتونه له دې کار سره په څرګنده مخالفت ونه ښيي. 

۲- که چېرې لېږونکی دولت د ډېپلماټيکې استازوالۍ يو رئيس په يو يا څو دولتونو کې وټاکي، کولی شي چې په ټولو هغه دولتونو کې چې د استازوالۍ رئيس هلته په دايمي ډول شتون ونه لري، يوه ډېپلماټيکه استازوالي د يو لنډمهاله شارژدافير په شتون کې جوړه کړي. 

۳- د لېږونکي دولت د ډېپلماټيکې استازوالۍ رئيس يا با ډېپلماټيک کارمند ګولی شي چې په هر نړیوال سازمان کې د لېږونکي دولت استازی اوسي.