له نويو زلميو او پېغلوټو سره داسې چلندونه مه کوئ

په کورکې اولاد، ورور، وراره، خورهي او نورو هلک اونجلۍ ته تحقيراميزه خبرې مه کوئ، په ځانګړې توګه نويو زلمکيو او پېغلوټو ته. 
 
ځکه داوخت دوی د عمر يوه بل پړاو ته داخلېږي او ډېر حساس وي، داسې احساس مه ورکوئ چې ذهن يې د پرمخيون پرځای شاتګ وکړي. 
هغوی په کورنۍ اوګاونډ کې له داسې خلکو سره مه پرتله کوئ چې ښه ماضي يا شخصيت نلري. 

هغوی په خپلو بد او ناوړه خبرو دېته مه واداره کوئ چې د درناوي پرځای مو توهين وکړي، دا موقع مه ورکوئ چې درسره له کېناستلو،  فاصلې اخستوته ترجېع ورکړي. 

هغوی ته د يوې ښې خبرې د بار بار کولو کوشش وکړئ، که ونه پوهېده په ناوړه يا غیر خوښېدونکي نوم يې مه مسمی کوئ. 

د هغو وګړو ډېره یادونه مه ورته کوئ چې غبي یا کور مغزه اوسي، یا په خپل تېر وخت کې د کوم بد عمل تجربه ولري او ياهم هغه څوک چې ډېری خلک يې په ښه نوم نه پېژني. 

که چېرې غواړئ چې د کورنۍ پورته یاد شوي غړي مو ښه او با شخصيته راتلونکې ولري نو کله چې غږ پرې کوئ نو هڅه وکړئ لاندې القاب وکاروئ:
ګرانه!  / ګرانې!،   خوږه!  / خوږې!،   ګلاليه!  / ګلالۍ!،   اتله! / اتلې. . . . .  دا او دېته ورته نومونه اخستل د ماشومتوب له دورې وتونکيو وګړو ته دتشويق او هغوی ته په ښه او غټه سترګه کتلو بهترين فورمول دی. 

موږ او تاسې په خپل کور، ګاونډ او چاپېريال کې ډېری داسې نوي او پاخه ځوانان لرو چې د کورنۍ اوملګرو لخوا په بدو القابو لکه: لېونیه! لېونۍ!،  ګاګېړیه! ګاګېړۍ!،  مردارخوره! مردارخورې!،  قوارې!،  مشادې!،  تنبله! تنبلې!،  کم عقله! کم عقلې! . . . . .  دا او دېته ورته نومونو باندې یادېږي چې دوی ډېری بیا همدې القابوته ورته خوی، خصلت او کړنې خپلوي او ددې هرڅه مسؤول يې تر بل هرچا لومړی کورنۍ ده. 
ر.  روشن