انګلېسي به مو زده وي خو بيا به هم د (that) کلمې په کارونه کې تېروتنې کوی؛ دا لېکنه د (that) په اړه ډېر څه در ښيي

 that چې پښتو مانا يې هغه ده په انګلېسي کې يوه عامه کلمه ده خو زده کوونکي ډېری وخت هغه کوچني ټکي له پام غورځوي او يا يې هم نه وي زده چې د that په کارونه کې اړين دي. دغه انګلېسي کلمه د Parts of Speech يا د خبرو برخې (اجزاء کلام) په اساس مختلفې دندې تر سره کوي او کارونه يې هم د Parts of Speech پر بنسټ ده. 

۱- that د مشخصې کوونکې کلمې په توګه That as a Determiner:
د مشخص کوونکي يا Determiner په توګه د that  کلمه د جملې په سر کې راځي او په جمله يو شی يا يو څوګ يا ځای په ګوته کوي. مانا دا وي چې اړوند شی/کس/ځای له خبرې کوونکي لېرې دی. 
بېلګې: 
- That is a pencil you have in your hand.
هغه ستا په لاس کې پېنسل دی.
Those paintings are attractive.
هغه رسمۍ په زړه پورې دي. 
يادونه ۱- د that جمع those ده. 

۲- that د ارتباطي ضمير په توګه that as a relative pronoun: 
د يو جملې دننه د ارتباطي ضمېر په توګه هم that کارول کيږي او دلته يې دنده د  دوه فقرو يا clauses تړنه ده. دې وخت کې له that وروسته clause ته adjective clause هم وايي او د اصلي clause يا فقرې په اړه مالومات وړاندي کوي. 
بېلګې: 
- Ali invited the boy that was new in class 
علي هغه هلک ته بلنه ورکړه څوګ چې ټولګې کې نوی دی (ټولګې ته نوی راغلی دی). 
پورته مثال کې، Ali invited the boy د جملې يو برخه او that was new in class بله برخه ده، چې د that په وسيله سره تړل شوي دي. 

۳- that په فقره کې د نوم او ستاينوم د بشپړونکي په توګه That in a Clause as a Complement to a Noun or an Adjective: 
Complement په جمله کې هغه برخه ده، چې د نوم او ستاينوم په اړه مالومات ورکوي او تر ډېره د ولې يا why پوښتنه ته ځواب وي. په دې اساس that کولی چې جمله د نوم او ستاينوم وړاندې راشي او د يوې فقرې يا clause د بشپړونکي يا Complement په توګه کار وکړي. 
بېلګه: 
- She is certain that her son will be accepted to Harvard. 
هغه ډاډمنه ده چې زوی به يې هارورډ پوهتون ته ومنل شي. 
پورته مثال کې that her son will be accepted to Harvard د جملې Complement  دی چې د ولې پوښتنه يې ځواب کړې ده، يانې هغه ولې ډاډمنه ده، ځکه ډاډمنه دی چې زوی به يې هارورډ پوهنتون ته قبول شي.

۴- د that فقره د جملې د فاعل په توګه That Clause as Subject of a Sentence: 
د that فقره د جملې د فاعل په توګه تر ډېره رسمي انګلېسي کې کارول کيږي او په ورځنۍ انګلېسي کې کارونه کمه ده. 
بېلګه: 
That our teacher expects us to do two hours of homework every day is not good
دا چې زمونږ استاد زمونږ څخه هره ورځ د دوه ساعته کورنۍ دندې د تر سره کېدو توقع لري، ښه خبره نه ده. 
 
۵- that د مرکب حرف ربط يا تړونکي سره Compound Conjunctions with:
د يو شمېر هغه کلمو په سر کې هم د that کلمه کارول کيږي چې د جملې برخې سره تړي او د conjunction په توګه کار کوي. 
بېلګې: 
- in order that په دې اساس، په دې ترتيب
- so that نو داسې، نو په دې وجه
- in case that په دې صورت کې، په دې حال کې 
- now that اوس نو دغه
- He purchased the computer so that he might improve his typing
ده کمپيوټر واخېست، نو په دې اساس ښايي خپل ټايب لوړ کړي. 

۶- that د رېپوټ شوې خبرو وروسته After Reporting Verbs: 
کله چې د يو چا خبرې رېپوټ کوو يانې مفهوم په نورو کلمو کې لېږدو بيا هم له that ګټه اخېستل کيږي. 
بېلګه: 
-Ali told me (that) he wanted to move to New York
علي ماته وويل چې دی وغوښتل چې نيويارک ته کډه شي. 
يادونه۱ ـ دې صورت کې د that کارونه اختياري ده، ښايي ونه کارول شي خو بيا هم جمله د ګرامر او مفهوم پر اساس سمه ده. 

۷- that له ستاينوم وروسته After Adjectives: 
د ځينو صفتونو يا ستاينومونو وروسته هم that راځي او د ولې ځواب ورکوي. 
- I am happy (that) you found a new job
زه خوښ يم دا چې (ځکه چې) هغه نوې دنده پيدا کړه. 
يادونه۲ ـ دې صورت کې د that کارونه اختياري ده، ښايي ونه کارول شي خو بيا هم جمله د ګرامر او مفهوم پر اساس سمه ده. 

۸ that په ارتباطي فقره کې د مفعول په ډول As Object in Relative Clauses: 
د that کلمه په ارتباطي فقره يا Relative Clause کې د مفعول په توګه هم راځي او کارونه يې اختياري ده. 
بېلګه: 
- He invited the boy (that) he met on the train
ده هغه هلک دعوت کړ (کوم سره يې) چې په اورګاډي کې يې ور سره لېدنه کړې وه. 
پای