د زغم خلا

زغم چې د تحمل معادل کليمه يې بولو د حوصلې، صبر، ګذشت، طاقت، تاب راوړلو، د مشکل منلو ... په مانا هم کاريږي. زغم د ټولنيز ژوند او ښو اړيکو محور دی ، د انسانانو د مشترک ژوند  د تداوم وسيله ده او په ټوله کې د اجتماع د پرمختګ او جمعي ظرفيت لوښی ورته ويلی شو.
زموږ د وطن اکثره کورني مشکلات چې و څېړل شي په اکثرو کې د ستونزې ريښه د زغم په تشه پورې تعلق لري، زموږ کليوال کيسه کا چې د يوې کورنۍ ماشومانو د بلې کورنۍ ماشومان په کومه لوبه وهلي ټکولي ول او مشرانو يې نه وه تحمل کړې په تشدد يې لاس پورې کړی و او خبره د لويانو تر قتل کېدو پورې رسېدلې وه. دغسې ډېرې کيسې او واقعې لرو.
انسان تر هرڅه زيات په مينه او حوصله ښايسته ښکاري، تاسې به کلي، کور او ښار کې متوجه شوي ياست چې ځينې کسان په خلکو ګران وي، د دوی د ګرانښت يوازينۍ ځانګړنه دا وي چې د جوش په ځای له هوش کار اخلي، تندی يې ګونځې نه وي بلکې غوړېدلی وي او په شونډو يې موسکا ناسته وي، په اندک خبره جنجال نه جوړوي او خلک يې د ښه چلند مثالونه وايي.
د اسلامي امت د پېشوا حضرت محمد ص قول دی چې په تاسې کې تر ټولو غښتلی او قوي کس هغه يو دی چې حوصله کوي. يو بل ځای کې وايي : (ایّاکَ و الغضب،فأوله جنون و آخرهُ ندم) له غوسې او قهر پرهېز وکړئ ځکه د غوسې پيل په لېونتوب کيږي او پايله يې پښېماني وي .
زموږ په کورنيو کې په ماشوم په زوره چيغې وهل، هغوی په کوچنيو تېروتنو وهل و ټکول عام دي، دغه راز په پوهنيز نظام کې د استاد د زغم کاسه ډکه ده او له شاګرد سره متشدد چلند د اکثرو ښوونکو د کار وسيله بلل کيږي، اکثره غټان د خپلو مفکورو او نظريو مخالفان د خپلو دښمنانو په قطار کې دروي.
د غوسې او تشدد غندل زموږ په فلکلور کې موندل کيږي، زموږ ټولنيز شعور ډېر مخکې هم دېته متوجه شوی چې د صبر ميوه خوږه وي خو غوسې او بيړې پايله ناسمه او خرابه،  مثلا دا متلونه : ((وينه په وينه نه مينځل کيږي، اجله کار د شيطان وي او يا هم د تودو وينو پرېکړه غلطه وي.)) د زغم، مينې او مهرباني ګټې زياتې دي، تاسې راځئ چې يو لنډ حکايت هم ولولو:
 يوه ورځ باد لمر ته وويل : زه تر تا پيا وړی يم .
لمر وويل : دا ګر دا ميدان راځه ثابته يې کړه  ؟
باد وويل :  هغه بوډا وينې چې ډبله کورتۍ يې آغوستې ؛ شرط درسر تړم چې کورتي يې له وجوده وباسم .
لمر د وريځو تر شاغلی شو او ننداره يې  پيل کړه. باد په تېزۍ را والوت، خاورې او دوړې يې پورته کړې او په سړي ورغی څومره چې باد تېزېده هغومره  بوډا په خپله کورتۍ کې ځان نغاړه او کورتۍ يې ټينګه وله ...
باد زورونه ووهل خو د بوډا کورتۍ يې ونه ايستله، بلاخره تسليم شو او ويې ويل چې و نه توانېدم.
لمر له وريځو نرم نرم را ووت او بوډا ته يې په موسکا موسکا ځان ورلنډ کړ . د بوډا ګرمي وشوه د تندي خوله يې وچه کړه او کورتۍ وښکه.
پدې وخت کې لمر باد ته وويل : مينه  تر غضب، جبر او غوسې پياوړې ده .
مګر زموږ په ټولنه کې برعکس ټول کارونه د زور په وسيله کيږي او اکثره کسان فکر کوي چې چېرته ډب وي هلته ادب وي، خو د اوسنئ زمانې پوهان په تېره د ارواپوهنې متخصص وګړي باور لري چې کوم ځای ډب وي هلته ادب نشته.
د امريکايي او سنګاپوري څېړونکو يوې ډلې په ډاګه کړې، هغه ښځې چې تحمل نه لري (تلومرونه) يې لنډ دي او هغه چې برعکس د زغم له وسيلې کار اخلي  تلومرونه يې اوږده دي، تلومرونه د انسان په وجود کې وړې وړې حجرې دي چې په نهايت کې په کروموزمونو پورې تړاو پيداکوي او د عمر په اوږدېدو کې مهم رول لري.
د وخت په تېرېدو د بدن حجرې د تلومرونو د لنډون په وجه د تکثير او وېش قدرت له لاسه ورکوي او بدن هغه سرحد ته رسوي چې مرګ ته ښه راغلاست ووايي.
دغه محققانو څرګنده کړې ده چې غوسه د بدن د چټکو بيولوژيکي تغيراتو لامل کيږي او دغه تغيرات د تلومرونو په لنډون بده اغيزه لري چې دغه حالت نا څاپي مرګ هم له ځان سره لرلی شي.
د زغم تشه منحيث فرد دومره خطرناکه نه ده لکه د ټولنيز زغم خلا چې خطرناکه بلل کيږي، زموږ په وطن کې د مخالف نظر کس ته د دښمن په سترګه کتل کيږي، زموږ په ټولنه کې د زغم کلتور دومره کمزوری شوی، چې ډېر وګړي د نورو پاکې جامې، د هغوی شتمني، يا د هغوی استعداد نه شي زغملی، څومره چې زغم، رحم او مينه له صنحې ايستل شوي هغومره ميدان، تشدد، کرکې او ظلم ته پاتې دی.
کورنيو ته په کار ده چې د خپلو اولادونو تېروتنې د توصيې، خبرو، عاطفې او دې عدم تشدد له لارې حل کړي، ارواپوهنه وايي هغه وګړي چې په ماشومتوب کې وهل شوي، ځورول شوي، شخصيت ته يې سپکاوی شوی او يا توهين او تحديد شوي په لوينې کې خپل انتقام اخلي او هماغه چلند کوي چې له دوی سره شوی دی.
استاد اسدالله غضنفر په څراغ کتاب کې ليکي : (( متمدنه دنيا د زغم د خپرولو ملاتړ کوي او مهذب انسانان تقريبا په يوه خوله وايي چې که انسانان د يو بل نظريات، کلتور، توکم، جنس او د ژوند طريقې و نه زغمي سوله به رانشي او د هېڅ دين، عقيدې، کلتور يا توکم خدمت به ونه شي، ځکه د زغم ځای جنګ او خصومت نيسي او چې د جنګ او ميرڅۍ اوربل شي، انسان خپله هغه انرژي چې تعمير، تکميل او ودانولو ته يې ورکوي، په تخريب، وژنو، تباهي او وراني باندې لګوي...))
په دې هم بحث په کار دی چې ټولنه ولې د زغم له خلا سره مخ کيږي ؟ کوم عوامل دي چې د ټولنيز زغم د ظرفيت لوښی ډکوي او خبره تر تشدد پورې رسوي؟
د زغم خلا په لويه کې د معلوماتو او پوهې د خلا خپلوانه ده، چېرې چې کافي پوهه نه وي کافي زغم هم نشته، يوداسې هېواد چې دوه نسلونه سر په سر د جنګ په ميدان رالوی شوي څنګه به د پوهې له نعمت برخمن شي او څنګه به د زغم لوښی ترميم او پراخ کړي؟
بلخوا د افغانستان وچ اقليم هم د زغم دښمن دی، هغه هېوادونه چې وچ اقلم لري، خلک يې توند او قرمن وي، د ارواپوهنې نوي تحقيقات وايي، که په کومه سيمه کې طبعيت نه وي، يا شنې ساحې او ځنګلونه نه وي خلک به يې هم هماغه شان سپېره او مړاوي وي، کټ مټ هماغه خبره کوي چې وايي: څنګه غر هغسې يې کربوړي.
ناوړه فرهنګونه، بې عدالتي، د واکمنو طبقو ظلم او خيانت، د پوهې فقر، ټيټ اقتصاد، روغتيايي ستونزې... هم هغه آفات دي چې د زغم کور يې وران کړی دی.
د دې سربېره په افرادو کې د تشدد او غوسې لاملونه په لاندې ډول دي:
۱ ـ ځينې کسان هغه وخت تشدد کوي چې له موخن کار څخه منع کيږي، له ذوقي کار منع کېدل د غوسې لامل کيږي.
۲ـ تحقيرول، يا تحقير کېدل، توپيري چلند او بې مينې کېدل هم د تشدد لامل کيږي.
۳ ـ هغوی چې د نورو لخوا ورسره شوې ژمنې پوره نشي او يا هم په خپله ژمنه کې پاتې راشي تشدد ته مخه کوي.
۴ـ د لويو او مهمو افرادو له لوري ټيټو او تر لاس لاندې کسانو ته نه پاملرنه او بې پروايي د تشدد بل لامل دی .
۵ ـ د خپلې بېغوري او بې پروايي په پايله کې تاوان کول هم د زغم کاسه ډکوي.
۶ ـ بدې خبرې اورېدل او يا هم وهل ټکول، په زوره چيغې... د وخت په تېرېدو د اورېدونکي حوصله له منځه وړي.
۷ ـ ټيټ اقتصاد، بېوزلي، بې عدالتي...او امکاناتو ته نه لاس رسی يې بل لامل دی.
۸ ـ ناوړه ټولنيز دودونه يا عادتونه هم د زغم ونه رشد او نمو ته نه پرېږدي.
۹ ـ خراب، ناسم ، کم ... او غير معياري معارف، او په پوهنيز نظام کې د ښوونکو ناوړه چلند بل سبب دی.
۱۰ ـ د دولت او اړونده هغه ادارو چې د ټولنيز خونديتوب لپاره کار کوي نه پاملرنه او بې غوري.
۱۱ ـ اروايي جګړه، نا امني، وسلوال جنګ، د سياسي رهبرانو، ګوندونو، سازمانونو، ډلو ټپلو خيانتونه او د دوی فساد هم د ټولنيز زغم لوښی چټلوي.
که ټولنيز او فردي زغم نه وي، ټولنيز او فردي پرمختګ به په ټپه ولاړ وي، که موږ د نورو خلکو نظريات زغلمی شوای نن به په دومره بد وضعيت کې نه وای، هغه کسان چې ريښتيا وايي او يا د وطن د ګټو خبره کوي، ولې وژل کيږي؟
ځکه چې د زغم مخالفان باور لري چې همداسې چلند په کار دی. که له چاسره بحث کې موافقې ته نه رسېږو او مخالف ته د ښمن په سترګه ګورو يا په تشدد لاس پورې کوو يا سپکې سپورې وايو... نو يا خو په خپله پوهه دومره باوري يو چې د نورو خلکو ټولې خبرې راته بې مانا ښکاري، د پيغمبر ع سلا قول دی چې، تر ټولو ستر ناپو هغه دی چې ځان ورته تر ټولو خلکو پو ښکاري، يا هم زموږ د زغم کاسه ډکه ده او مازې جنګ، سپکولو او ورانۍ او تباهۍ ته پلمه غواړو.
ټولنه بايد د زغم مخالف وتړي، ترڅو د آزادو بحثو لپاره زمينه مساعده او ټولنيز شعور وده وکړي، موږ که د خپل نظر مخالف دښمن بولو جنګ به هېڅ وخت ورک نه شي. اوسنۍ پرمختللې ټولنې پر زغم آبادې دي. په یوه ټولنه کې چې زغم  یا پلورالیسټي تفکر عام نه‌شي هلته به خلک یو بل ته ضرر رسوي او آن وژني به یې. زموږ هېوادوال چې بلې ټولنې ته ولاړ شي، هلته خپل مفکوروي، عقیدوي او دیني مخالف زغمي؛ خو همدغه مخالف په خپله ټولنه کې نه زغمي، د دې مانا دا ده، چې پر موږ د جمعي زغم وجدان لا ندی حاکم شوی او پدې برخه کې عامه پوهاويي ته ډېره اړتیا لیدل کېږي.
د امام ابو حنیفه په اړه یوه  مشهوره کیسه کې امام ابو حنیفه  له یو ملحد سره د مناظرې لپاره وخت ټاکي او د سلګونو کسان په مخ کې مناظره ورسره کوي، دا مهشوره کیسه ده او مختلفو کتابونو راخیستې ده. کله چې دا کیسه لولې او ذهناً یې مجسمه کړې، د تحمل یوه ستره فضا ده، یو اتیېست انسان له یو اسلامي پوه سره د خدای پر شتون او نه‌شتون په یوه آرامه فضا کې بحث کوي. له بده‌مرغه د همدې امام پیروان اوس داسې ندي‌ بلکې د دین په نوم خلک وژني. زموږ په ټولنه کې د امام ابوحنیفه د فقهې پیروان زیات دي، د هغه فقه نرمه ده او سختدریځي پکې نشته؛ خو  د همدې فقهې پیروانو کې دومره زغم او تحمل نشته دی، چې له یو داسې مخالف سره چې د دین په اړه ده غوندې تعبیر نه بلې بل ډول تعبیر لري د منطق پر ژبه خبرې وکړي، د خدای پر شتون او نشتون خو له هېڅ انسان سره د بحث قابلیت نه‌لري.