ښځو کې د مینیوپز (Menopause) مرحلې په اړه بشړ مالومات؛ وروستۍ برخه: د مینیوپز درملنه 

لکه څه ډول مو چې د همدې لېکنې په لومړۍ او دويمې برخې کې ذکر کړل چې مینیوپز (Menopause)په ميرمنو کې د طعبيي وچوالي پړاو دی چې د دغه پړاو په پيل سره بيا ميرمنې نور حمل نه اخلي او مياشتنۍ ناروغي پرې نه راځي. مینیوپز (Menopause) په ميرمنو کې له ۴۵ کلنۍ ور پورته عمر کې پيليږي. په درېيمه يا وروستۍ برخه کې د مینیوپز (Menopause) درملنه درته په ګوته کيږي. ځينې ميرمنې نه غواړي چې د عمر په ۴۵ يا پورته کالونو کې وچې شي او اولاد يې پيدا نه شي نو دوی بيا په دې هڅه کې کيږي، چې څنګه د طعبيي وچوالي سره مبازره وکړي او حمل واخلي. خو دا اړینه ده چې ذکر کړو، مینیوپز (Menopause) له يوې خوا د حمل شونتيا له منځه وړي او بلې خوا د ښځې او خاوند ترمنځ پر ګډ جنسی ژوند هم منفي اغېز کوي او د ميرمنو جنسي لېواليتا د مینیوپز (Menopause) په دوره کې کميږي، ځکه چې دغه پړاو کې د هورمون تغير رامنځ ته او د ښځو مهبل په کې وچيږي. د مینیوپز (Menopause) درملنه هم په دوه ډوله ده: هغه درملنه چې ميرمنې په کې د بيا حمل اخېستو لپاره وهڅيږي اوږده او ستونزمنه درملنه ده، خو د حمل اخېستو له موخې پرته د جنسي لېوالتيا د زياتوالي او نورو ستونزو درملنه يې اسانه او ژر شونې ده. 

1-    د مینیوپز (Menopause) له امله به ښځو کې هغه هورمون چې د مياشتنۍ ناروغۍ د منځ ته راتګ او بيا په رحم کې د هيګو د توليد سبب کيږي، کميږي او له امله يې حمل ته اخېستل کیږي. اوس وخت کې داسې درمل شتون لري چې په استعمال سره يې دغه هورمون په نارمل کچې ساتي او سبب کيږي چې د طعبيي وچوالي مخه به کې ونېول شي. 

2-    Antidepressants: دا يو بل درمل دي چې په خوراک سره يې د مینیوپز (Menopause) له امله رمنځ ته شوی د عضلو سختوالی ختميږي. 

د روغتياپلانو توصيه دا ده چې د مینیوپز (Menopause) وروسته باید هڅه ونه شي چې ميرمنې حمل واخلي ځکه چې دا دوره په ميرمنو کې په طعبيي ډول سره منځ ته راځي او په کار نه ده چې د ځينو درمل په وسيله بيا مياشتنۍ ناروغي شروع او حمل واخېستل شي.