د وکیل نايب زاده پر سر له صالح سره د رحماني ټکر؛ صالح دې ځان د فېسبوک اتل نه جوړوي

د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هغه غږيز ګواښ ته غبرګون ښوودلی چې په ولسي جرګه کې د بادغيس استازي امير شاه نايب زاده ته يې په کې ګوتڅنډنه کړې وه‌. مير رحمان رحماني ويلي دي چې د دغه موضوع په اړه ولسي جرګه په جريان کې شوې نه ده او د ولسمشر د لومړي مرستیال ګواښونه له قانون سره په ټکر کې دي‌. 

د ولسي جرګې رئيس ويلي دي چې د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې له مخې که د ولسي جرګې یو وکیل په جرم تورن شي، مسوول مامور دې جرګې ته د اړوند موضوع خبر ورکوي، خو د نایب زاده په هکله ولسي جرګې ته هیڅ رسمي خبر نه دی ورکړل شوی.
نوموړي زياته کړې: "امرالله صالح که د تور سندونه لرې عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاره چې قضیه قانوني ډول تعقیب شي. که اسناد نه وي چې شته هم نه، نو مرستیال صیب له احساساتو او فیسبوکي احساساتو کار مه اخله."

مير رحمان رحماني د افغان ځواکونو له خوا د امیر شاه نايب زاده د کور له محاصرې سره مخالفت څرګند کړی او د جرګې له غړو يې غوښتي دي چې د امیر شاه نايب زاده کور ته ورشي او په دې سره رامنځته شوې محاصره ماته کړي. 

نوموړي خپلو خبرو کې وویل: "زه پر ولسمشر او سیاستوالو غږ کوم چې دې نازکو تاریخي شرایطو کې دې ښاغلی مرستیال صیب د عامه فکر جوړولو هڅه نه کوي او د ناروا استخباراتي دسیسو کارونه دې ډډې ته کړي، د خلکو د یووالي هڅه دې وکړي، نه د فیسبوکي اتل جوړېدو. "

د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح له خبرو سره مخالفت ښوودلی او هغه يې د قانون خلاف بللې دي. له دې وړاندې په خپله وکیل نايب زاده د ځان د سپيناوي په اړه ويلي وو چې دی د حکومت ملاتړ دی او که چېرې خیانت پرې ثبوت شي نو تيار دی چې قانون پرې پلی شي.