افغانستان د مرګ تر خولې!

په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتېدونکي نا امني د افغان ولس سره لويې انديښنې پیدا کړي دي.

له کومې ورځې چې د افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو د ایستلو پریکړه وشوه، تمه داسې وه چې په افغانستان کې به دغه ناورین چې کالونه کالونه یې ادامه پیدا کړه پای ته به ورسیږي، او افغانان به په خپلو منځو کې په خبرو سره جوړ شي.

او نور به افغانان پر خپله خاوره د ژوند ساه واخلي او ارامه ژوند به پیل کړي.

خو د دغې تمې خلاف له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو سره په افغانستان کې جګړې زور واخیست طالبانو د افغانستان په بیلابیلو ولسوالیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

چې په کمه موده کې یې د افغانستان ګڼ شمېر ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د ولسوالیو نیول یو څه عادي خبره نه ده، ځکه چې له دې وړاندې د وړو پستو نیول ډېر ګران کار وه.

چې دغه کار  د افغان حکومت لپاره یوه لویه ماتي ګڼل کیږي.
ځکه چې اوسني نظام د ولسونو په همکارۍ او قورباني سره تر دې دمه ساتل شوي، که حکومت د ولسونو همکاري په خپله په لوي  لاس سره ورکوي نو دا به بیا د حکومت لپاره یوه لویه ضایع وي چې هېڅ څوک به یې جبران نه کړي چې پایله به یې د نظام په سقوط سره پای ته رسیږي. 

خو اوس  په کم وخت کې د لویو  ولسوالي سقوط  او په   ځینو ځایونو کې بغیر له مقاومته  د افغان ځواکونو له لوري د سیمو پریښودلو  او له ولسوالیو څخه تر ښاره د جګړې رسیدل خلک حیران کړل. 

په دومره چټکۍ سره د هیواد زیات شمېر ولسوالیو سقوط په څه معنا ایا طالبان پیاوړي شول  چې افغان حکومت یې  اوس مخه نشي  نیولی؟

که د افغانستان  حکومت په امنیتي   چوکاټ  کې نیمګړتیاوې او فساد موجود دي؟

په کم وخت کې د طالبانو له لوري د هیواد زیات شمېر  ولسوالیو سقوط ګڼ  عوامل لري. 

لومړۍ د افغانستان  حکومت د جګړې نوي فصل لپاره هېڅ اماده ګي  نه درلوده،  د حکومت په چوکاټ کې په تیرو کالونو کې افغان حکومت او سیاسونو  د دغه ډول حالت د راتلو او ورسره مخامخ کېدلو لپاره هېڅ چمتولی نه درلود.

دوي به په خپلو منځو کې د چوکیو پر سر سره وران وه،  په پراخه کچه  فساد کې ښکېل وه،  د ملي ګټو پر ځای یې د شخصی ګټو لپاره کار کوه،  اوس مهال یو ناڅپي  د دغه ډول وضیعت سره مخامخ شول چې اوس به یې کعبو کول ورته یو څه سخت تمام شي.

ځکه چې دوي په تېر کې د خپل حکومت او نظام لپاره څه ونه کړل اوس یو څه نا وخته شوی چې  لږه بېغوري دغه کار  لا پسې نوخته کوي او د حکومت کړۍ تنګوي.

د طالبانو پیاوړتیا بې له شکه  چې په دغه باندې هر سړي خبر دی چې د طالبانو مشران په پاکستان کې حمایت کیږي هلته یې ټپیان وړل کیږي، او درملنه یې کیږي.
چې دغه خبر څو ورځې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر هم وکړه، چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي دلته یې مړي راوړل کیږي او ټپیان یې تداوي کیږي.

اوس چې د پاکستان پر طالبانو کنټرول  خبرې کیږي.
نو حتماً په اوسنیو وختونو کې پاکستان په دې هڅه کې دی چې د فرصت څخه ګته پورته کړي.

دغه فرصت د امریکا  وتل دي، او د افغان  خاورې څخه  یې خپل  پوځونه بهر کړل او پاتې یې شاید په لنډو ورځو کې ووځي او د بګرام  لويه اډه یې هم خالي کړه .

اوس چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په پشپړ ډول د وتلو خبره کیږي.

نو پاکستان هڅه کوي چې د طالبانو په واسطه په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته په اسانۍ سره ورسیږي چې بیا د دوي لپاره د دغې لارې تعقیب کول   ګټور دي. او د جګړې څخه هم داسې ښکاري چې دوي ده په افغانستان کې د سولې نه بلکې د جګړې لپاره کار کوي.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هره ورځ د ولسوالیو لاس په لاس کیدل.

 د دواړو لورو ترمنځ د جګړې  کولو سره په یادو سیمو کې خلک د زیاتو ستونزو  مخامخ کیږي.

په کومو سیمو کې چې جګړو زور اخیستی له هغې ورځې په هغه سیمو کې د ژوند بیړۍ په ټپه ودریږي.

په هغه سیمو کې روغتیایې، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیز، ښوونیز او روزنیز او دې ته ورته نور زیات شمېر کارونه په ټپه ولاړ دي.

د جګړو له سیمې هره ورځ په سلګونه او زرکونه کورنۍ د خپلو مینو پریښودو ته اړ شوي دي، او د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره ورڅخه  د خپل ژوند هر ډول کارونه  پاتې شوي دي، ژوندي یې په بې سرپانه،  غربت، بی روزګارۍ او اور کې تیریږي.

د زیات شمېر افغانانو کورنه پکې وران شول.
او په ځینو ځایونو کې بازارونه او د خلکو مالونه وسوزیدل.
چې دغه کار لا هم دوام لري.

افغان حکومت ولې د جګړو په مهار کولو کې پاتې راغلی چې جګړې یې د ولایتونو تر مرکزو ورسیدې.

ایا افغان حکومت یې د مهار کولو وړتیا نه لري که کومه بله خبره ده؟

خو افغان چارواکي خپل پوځونه د افغان خاورې څخه د ساتنې لپاره وړ بولي دوي وایې چې د افغانستان څخه دفاع کولی شي.

او ورسره هم د نړۍ یو شمېر مشران او د ځینو هیوادنو استازي هم دغه خبره کوي چې افغانستان اوس مننظم او تجهیز شوی پوځ لري چې د خپلې خاورې څخه به  دفاع  وکولی شي.

خو بیا ولې دوي په شا کیږي او د ولایتونو تر مرکزو  جګړې رسیږي. او هره ورځ د څلورو او پنځو په شمېر کې ولسوالي د طالبانو له لوري نیول کیږي او حکومت یې په اسانۍ سره پریږدي چې دوي یې تاکتیکي شا تګ بولي خو چې دوي ورته  هر څه وایي سیمې او ولسوالي د طالبانو لاس ته لویږي، او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ورځې نه بلې ته د پراخېدو  په حال کې دي چې دغه کار  د خلکو اندیښنې راولاړې کړي دي.

چې په دې تړاو تر ډېره  افغان حکومت خاموش دی.
د دولت څخه په لوي لاس ډېرېدونکي نا امني چې د مهار کولو طریقې  یې اوس د حکومت په لاس کې شته خو چې دوي دغه کار نه کوي   حتماً  کوم راز پکې شته  دي.

که حکومت د ولسوالیو د سقوط او د جګړې د کنټرول کولو لپاره کار ونه کړي همداسې  دغه بېغوري ادامه ولري او د خلکو په ژوند ملنډې وهل،  ربړول او وژل جریان ولري،  که  دغه کار   هره ډله هم  کوي، مسولیت به یې افغان حکومت ته راجع کیږي چې په دې  سره   به افغان حکومت د ولس په منځ کې شته  خپل موقف او عتبار  له لاسه ورکړي.