لسو دقیقو لپاره منډه وهل دا ګټې لري

هره ورځ د لسو دقیقو لپاره منډه وهل دا ګټې لري
– زړه مو قوي او پياوړی کوي.
– سږي مو قوي او روغ ساتي.
– زنګنونه یا دا پونډۍ او پښې مو کلکې، مضبوطې او سالمې ساتي.
– کله چې دا ۱۰ دقیقې ورزش کوې؛ فکر او ذهن دې ورزش ته ورټول وي؛ نو مانا دا چې له نورو فکرونو، سوچونو او تشویشونو خلاص یې؛ یعنې یو ډول ریاضت او ذهني ارامۍ باندې به اخته یې، چې دا کار خورا ګټور او اړین دی.
– منډه کې خوله کیږئ؛ چې په دې ډول مو جلد ښه کیږي، ذهني فشارونه کمیږي او روان مو تازه کیږي.
– له دې سره به مو لیدلوری بدل شي، پرمختګ به وکړئ او ورسره به لا ډیر ډاډ او اطمینان ترلاسه کړئ.
– په ټوله کې مو ورزش یا دا منډه وهل عمر اوږدوي؛ ځکه دا مو سالم ساتي او تر ډیره مو د مرګونو ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي.