پخوانى شاګرد


شيوانا ته خبر راغى، چې يو پخوانى شاګرد يې په يو لرې ښار کې اوسي، د علم لار يې پرېښې ده او په فاحشو لارو سر شوى دى.

شيوانا څو اونۍ سفر وکړ، څو هغه ښار ته ورسيږي چې پخوانى شاګرد يې په کې اوسي او له رسيدو سره سم، پرته له ارام نېغ د خپل شاګرد په لټه شو، له څو ساعتونو پوښتنو او پلټنو وروسته يې هغه په يو ناوړه او بد مجلس کې پيدا کړ. مخ ته يې ودرېد، سر ته يې ټکان ورکړ او ترې ويې پوښتل: پخواني ملګريه دلته څه کوې؟ شاګرد يې يوه ترخه موسکا وکړه، اوږې يې پورته واچولې او ورته ويې ويل: استاده ما ستا د درسونو لياقت نه درلود! زما حق له دې نه هم بدتر دى! تاسو دومره اوږده لار د دې لپاره وهلي چې ماته څه ووايئ؟

شيوانا موسک شو او ورته ويې ويل: زه اوس هم ځان ستا استاد بولم. راغلى يم چې د نن ورځې سبق درته ووايم او لاړ شم. شاګرد خپلې مايوسه او نااميده سترګې استاد ته ور واړولې او ترې ويې پوښتل: يعنې دا دومره اوږده لار دې يواځې زما لپاره وهلې؟ شيوانا په ډاډ ورته وويل: البته! ستا وړتيا او لياقت له دې هر څه ډېر زيات دى. د نن ورځې سبق دې دا دئ:

هېڅکله په خپل ځان مه غوسه کېږه!!!
هېڅکله چا ته اجازه مه ورکوه چې تا اړباسي او په ځان دې غوسه کړي. او هېڅکله بل چاته اجازه مه ورکوه چې تا اړباسي څو ځان په خپله محکوم کړې، که ته په خپله په ځان غوسه شې، نو د خپل ذهن په سلامتيا، روان او جسم بې باوره کېږې او هر ډول بې حرمتي به پر خپل جسم او روح باندې قبلوې.

همېشه له ځان سره پخلا اوسه او همېشه د خپلو خطاګانو د جبران لپاره ځان ته موقع ورکړه. تکراروم يې:
په نړۍ کې ته وروستى کس اوسه چې په ځان غوسه کېږې!!!
زما د نن سبق همدغه و.

شيوانا د خپل شاګرد تندى ښکل کړ او بې ځنډه او پرته له دې چې استراحت وکړي، د خپل کلي په لور روان شو. څو اونۍ وروسته هغه ته خبر راغى چې پخوانى شاګرد يې مدرسې ته راغلى او په ده پسې ګرځي، شيوانا د هغه هرکلي ته ورغى او دى وليد چې سالم سړى او په خپل حال دى، ساده او با ادبه کالي يې اغوستي دي، مخامخ ورته ودرېد او هرکلى يې ورته وکړ! شيوانا موسکى شو او هغه يې په غېږ کې ونېو او په غوږ کې يې غلي ورته وويل: اوس چې له ځان سره پخلا شوى يې، په ياد ولره چې همېش د ځان پلوي کوه. هېچا ته اجازه مه ورکوه چې د تېر وخت په دريادولو تاته د شرم کولو احساس درکړي. همېشه دې له خپل ذهن، روح او جسم څخه دفاع وکړه. هېڅکله مه پرېږده چې نور دې مجبور کړي، له ځانه دفاع درنه هېره کړي او توهين درته وکړي.

په نړۍ کې لومړى کس اوسه چې له خپل حيثيت څخه دفاع کوې.
د نن ورځې سبق دې همدومره و!