کرنیل امام ووژل شو

 
دپاکستان داستخباراتي ادارې پخوانۍ مشر امیر سلطان ،چې کرنیل امام هم مشهور و نن په شمالي وزیر ستان کې ووژل شو .
دمعلوماتو له مخې دای اس آی دا پخوانی مشر د 2010 ز په مارچ کې وزیرستان ته روان و ،چې په دبنو په سیمه کې نامعلومه وسله والو وتښتاوه له نوموړي سره داسدقریشي په نوم یو خبریال او دای اس ای یو بل متقاعدمامور خالد خواجه هم ملګری و .
دیادونې ده ،چې خالدخواجه دوه میاشتې وړاندې ووژل شو او خبریال اسد قریشي ېې راپرېښې و کرنیل امام نن په شمالي وزیرستان کې ووژل شو .
د ورکړل شوو راپورونو له مخې دا درې واړه ملګري وزیرستان دیومستند فلم جوړونې په موخه روان شوې و ، خو دا معلومه نه ده چې دا فلم دچا لپاره جوړواه .
کرنیل امام دطالبانو پر مهال په هرات کې دپاکستان کونسل و .