څنګه مبارزه وکړو؟ په تش لاس مبازره ستونزمنه؛ په مرستو او بهرنيو سرچينو ولاړه مبارزه ولس خرڅونه ده؛ ۲- برخه سهامي شرکت 

د همدې لېکنې (څنګه مبارزه وکړو؟ په تش لاس مبازره ستونزمنه؛ په مرستو او بهرنيو سرچينو ولاړه مبارزه ولس خرڅونه ده) لومړۍ برخه کې مو تر يو بريده هغه چارې په ګوته کړې چې په پايله کې به يې يوه رېښتنې او خپلواکه مبارزه وکړو چې د هېواد پالنې په برخه کې به وجداني سکون په کې شتون ولري. د سياسي او ټولنيز سمون او بدلون په پار مبارزه په رېښتني چوکاټ کې له اقتصاد سره اړخ لګوي. له احساساتي خبرو وراېخوا پرته له مالي، مادي او اقتصادي تيکو په دواطلب ډول د هېواد لپاره کار او مبارزه بې پرې نه پاتې کيږي او د هغوی په لاس کې غورځي، چې مالي ملاتړ ورته ورکوي. 

هر کله چې د مبارزې په اړه وايو نو هم ذهن ته ګاندي او منديلا درځي او هم په بېلګو کې يې ذکر کيږي. راځئ دلته د انګرېزانو پر وړاندې د مهاتما ګاندي د سياسي مبارزي اقتصادي اړخ وګورو او بيا په افغانستان کې سياسي او ټولنېزه مبارزه له اقتصادي پايو وګورو. د ګاندي د مبارزې يوه برخه او هغه به چې ده خلکو ته ويله (Swadeshi ) وه. دا کلمه له دوه برخو جوړه ده چې (swa ) د خپل ځان په مانا او (desh) د هېواد مانا ورکوي؛ يعنې خپل هېواد. د ګاندي په سياسي مبارزه کې د اقتصاد برخه ډېره غښتلې وه؛ ده له دې لارې هڅه کوله چې هندوستان کې بهرني او په ځانګړي ډول د انګلستان توليدات بند کړي او خلک يې دې ته هڅول چې که په بيه کې لوړ دي او که يې کيفيت ښه نه دی، خو بيا هم په دې پار چې ښه مبارزه وکړئ او پر انګرېزانو سيمه راتنګه کړئ نو خپل داخلي او کورني توليداتو څخه ګټه واخلئ. ګاندي نه يوازې دا کړنه په شعاري ډول تر سره کوله، بلکې په عمل کې يې هم د مبارزې لپاره اقتصادي اړخ په پام کې نېولی وو او د هندوستان د کورنيو توليداتو د پراختيا او پياوړتيا لپاره يې کار کولو. 

د ګاندي په مبارزې کې مو د اقتصاد رول او اهميت بېلګه وړاندې کړه، خو د افغانستان د اوسني وضعيت په پار زه د ځوانانو د راټولو او د مبارزې لپاره د مالي سرچينو د پيدا کولو برخه کې په يو ونډه لرونکي يا سهامی شرکت باور لرم. هغه داسې چې: هر کله چې ژمن او مبارز ځوانان سره راټولو نو که داسې هڅونه پيل شي چې راځئ مبارزه کوو، راځئ هېواد ژغورو...  نو ښايي لېوالتيا کمه وي. د لېوالتيا د کموالي لامل به دا وي چې دا خبر کلاشه يي شوې ده چې راځئ مبارزه وکړو؛ دا تشې د خولې خبرې ګرځېدلې دي. که چېرې په لومړيو کې ملګري ځوانان يوې کمې پانګونې ته وهڅو او بيا دا لړۍ سره پراخه کړو. که چېرې ملګري په مالي ډول سره وتړو نو له يوې خوا به يې يووالی پاتې شي او بلې خوا به دوی د خپلې حلالې ګټې څخه په دواطلب ډول د مبارزې لپاره مالي سرچينې برابروي چې په اقتصادي ډول به ورته ضربه او سخته نه وي. 

د پانګې پر بنسټ ملګري په سهامي شرکت کې برخه اخلي او ونډه وال کيږي. د شرکت زيان او ګته هم د پانګه شوې سلنې پر بنسټ ورته رسيږي. ساده بېلګه به يې يو د لېږد يا ډېلې وري شرکت ووايم. تر کوره او تر دفتر يا استوګن ځای پوري د موادو لېږد. دا کمه پانګونه غواړي، ګټه يې سمدلاسه ده؛ هغه ملګري چې د ډېرې کمې پانګونې وس هم نه لري نو په همدې شرکت کې په دنده ټاکل کيږي؛ دا چې د کار پيل دی نو ټول ملګري د وضعيت په درک سره د يو مناسب امتياز هيله لري. 

دې شرکت کې مبارزين شتون لري، مشورې او لارښوونې په کې د فکر څښتانانو دي، دا به سبب شي، چې د نورو تبليغاتو پر ځای مبارز ملګري د دغه شرکت شتون او خدمات تر خلکو ورسوي او شرکت بريالی کړي. د شرکت له عمومي ګټې به يوه ځانګړې سلنه پيسې د سياسي او ټولنيزې مبارزې لپاره ځانګړې کيږي. شرکت به د سياسي او ټولنيزې مبارزې لپاره د طعبيي سرچينو او ماشين حيثيت ولري. دې سره دوه کارونه هم – وخته وړاندې ځي، سهامي شرکت د سياسي او ټولنيزې مبارزې لپاره سرچينه ده او بيا سياسي او ټولنيزه مبارزه د شرکت لپاره يو پوټنشيل ګرځي. 

په دې ډول جوړښت او وړاندې تګ سره يوې رېښتني، بې پرې او نه تړلې مبارزې ته لار پيدا کيږي. دا مبارزه به له هغو سره توپيري وي چې په شعاري ډول په لاسونو کې سپين او شنه بيرغونه ونېسي؛ د ژوندی دې وي او مړ دې وي چيغې ووهل شي او يا د فېسبوک له لارې يو څه وستايل او وغندل شي. د سهامي شرکت په چوکاټ کې مونږ کار پيل کړی او له دې لارو مو د هېواد د بد وضعيت لپاره مبارزه پيل کړې ده چې پايله يې ښه او د هرې ورځې په تېرېدو سره په کې د ملګرو شمېر په ډېرېدو دی. دې يون ته نور ملګري هم راغواړو او ټولو هغو ته چې د تغير غوښتونکي دي بلنه ورکو چې پيل شوی يون لا غښتلی کړي. 
ـــــــــــــــــــــ
لېکوال سره اړيکه: واټس آپ شمېرې: 79162384666+ ---- 0093766900007